د لاس رسي وړ اتصالات

د ویانا غونډه:‌ افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی


د ویانا د دوهمې غونډې ګډون کوونکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغه هېواد د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شوی او ددغو ډلو عملیاتي وړتیاوې زیاتې شوې دي. خو د طالبانو چارواکو دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.

د اتریش په پایتخت ویانا کې دا درې ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۶ (غوايي شپږمه) پای ته ورسېده. د افغانستان "د ملي مقاومت جبهې" د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې غونډې موخه د طالبانو د مخالفو سیاسي، مدني او نظامي جریانونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ښودلې ده.

د غونډې د پای په دې اعلامیه کې راغلي: "په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو خطر یو جدي ګواښ ګرځېدلی او هغه څه چې د طالبانو له خوا د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې ویل کېږي، له چل او فریب پرته بل څه نه دي."

د ویانا له غونډې سره هم مهاله، امریکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل پر هوايي ډګر د خونړي برید اصلي اطراح د طالبانو له خوا وژل شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو په ترڅ کې، د کابل هوايي ډګر خوا کې په ځانمرګي برید کې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش راتلونکې اوونۍ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د یوې غونډې کوربه توب کوي.

د افغانستان "د ملي مقاومت جبهې" مشر، احمد مسعود، په افغانستان کې د داعش د جګپوړي غړي وژل کېدل د پوښتنې وړ او د طالبانو یو تاکتیکي اقدام بللی دی.

احمد مسعود د ویانا د دوهمې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل: "دا یو تاکتیک دی چې د نړۍ نظرونه بدل کړي، دا یو تاکتیک دی چې په اصل کې د دوحې په غونډې باندې د اغېزمنتیا په موخه جوړ شوی دی. زه هیله لرم چې داسې ونه شي، ځکه چې له بده مرغه د داعش او طالبانو چلند، تاکتیکونه او ذهنیت یو شان دی. دا دوه ډلې د یوې سکې دوه مخونه دي."

د ویانا د دوهمې غونډې په اعلامیه کې، که څه هم په افغانستان کې په خبرو اترو او سوله ایزې حل لاري ټینګار شوی خو ویل شوي چې د طالبانو په وړاندې د هر ډول مقاومت ملاتړ کوي او د پراختیا او پياوړتیا لپاره یې هڅه کوي.

په همدې حال کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال په ویانا کې د طالبانو د مخالفو څېرو د غونډې هرکلی کړی دی.

ښاغلي مک کال ویلي: "زه د طالبانو ضد ځواکونو د هڅو ستاینه کوم چې د طالبانو د ظلمونو، په ځانګړي ډول پر مېرمنو او د متحده ایالاتو پر متحدینو د ظلمونو، په وړاندې متحد شي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ویانا غونډې ته په غبرګون کې آزادۍ راډیو ته ویلي، په یاده غونډه کې هغه څیرې راټولي شوي چې افغانستان تجربه کړي او خلک یې پيژني. مجاهد زیاته کړې، یاد کسان پرته له دې چې توکمپالنې ته لمن ووهي، د بې اتفاقیو او بدبختیو لامل شي، بل کار نه کوي.

XS
SM
MD
LG