د لاس رسي وړ اتصالات

په اتریش کې د طالبانو د یو شمیر مخالفو سیاسي مشرانو غونډه پیل شوه


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان د مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون یو شمېر طالب ضد څېرو د اپریل په ۲۴مه (د ثور په څلورمه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په راغونډیدو سره د افغانستان په اړه د ویانا په دوهم کنفرانس کې یې ګډون وکړ.

د راپورونو له مخې په دې کنفرانس کې د طالبانو ضد څه دپاسه ۳۰ څیرو ګډون کړی چې په کې د افغانستان د پخواني حکومت او پارلمان مقامات او غړي، علما، روڼ اندي، دیپلوماتان، علمي شخصیتونه او خبریالان شامل دي.

تر اوسه د دغه کنفرانس د بحثونو جزییات نه دي خپاره شوي، خو تر دې مخکې د افغانستان د مقاومت جبهې اعلان کړی و، چې "د دغه کنفرانس تمرکز د سیاسي، مدني او پوځي خوځښتونو او د طالبانو د مخالفو فعالانو ترمنځ د باور پر پیاوړتیا او همداشان د افغانستان د ازادۍ لپاره د مقاومت دوام او پراختیا، پر طالبانو او د هغوی پر پلویانو د فشارونو زیاتول او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو د طرحې جوړول دي."

په امریکا کې میشت د سیاسي چارو یو افغان کارپوه عبدالرحیم سعیدي امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان د پخواني حکومت د مشرانو ترمنځ زړو اختلافاتو ته په پاملرنې د طالبانو د مخالفانو ترمنځ د یو ګډ دریځ د رامنځ ته کولو لپاره به یوازې د ویانا غونډه کافي نه وي. خو ښاغلي سعیدي ټینګار وکړ، چې دا ډول غونډې کیدای شي د افغانستان د مختلفو سیاسي او نظامي ډلو ترمنځ د نظر د یووالي لپاره یو پیل اوسي.

ښاغلي سعیدي وویل: "طالبانو په تیرو شاوخوا شلو میاشتو کې دا وښودله، چې په هیڅ ډول ددې وړتیا نلري او یا هم نه غواړي، چې یو ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي، چې لږترلږه خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي. ددې له امله اړتیا ده ترڅو د طالبانو مخالف سیاسي مشران خپل اختلافات شاته کړي او پر یو ګډ نظر او ګډې ستراتیژۍ باندې کار وکړي، تر څو یو داسې حکومت جوړیدو ته لاره پرانیځي، چې نه یوازې د افغانستان خلکوته بلکې نړیوالې ټولنې ته هم د منلو اوسي".

خو پداسې حال کې چې د طالبانو مخالف افغان سیاسي شخصیتونه تراوسه د راتلوونکي افغانستان لپاره د یو ګډ دریځ په رامنځ ته کولو نه دي بریالي شوي، په برتانیا کې میشت د سیاسي چارو یو افغان کارپوه سید زمان هاشمي دغسې غونډو ته ډیره هیله نه لري، ځکه چې د ښاغلي هاشمي د وینا له مخې افغانستان کې د تیرو څو لسیزو تجربو ښودلې ده، چې تل یو ګډ دښمن رقیبې ډلې سره یوځای کړي خو پایلې یې د افغانانو لپاره ښې نه وې.

ښاغلي هاشمي په تیرو څو کلنو کې د افغانستان سیاسي ډلو یو ځای کیدو ته په اشارې وویل: "همدا چې ګډ دښمن له منځه تله دغو ګوندونو او جبهو په خپلو منځو کې خونړۍ جګړې پیلولې، چې د افغانستان تاریخ ددغسې پیښو څخه ډک دی. دا ځل هم نه دا شخصیتونه بدل شوي او نه هم شرایط بدل شوي دي".

ښاغلي هاشمي د طالبانو د مخالفو سیاسی او نظامي شخصیتونو د نومونو د یادونې پرته وویل:" همدغو کسانو تر پرون پورې د خپل ګوند د مشر د ټاکلو لپاره وسله پورته کوله او دښمني یې پیلوله. د یو ګډ دښمن شتون او د هیواد له منځه تللو فراري او ماتې خوړلي مشران سره یو ځای کې راټول کړي، چې د بریالیتوب وروسته د تیر په څیر اختلافات او دښمنۍ به د افغانستان د مظلومو خلکو د برخلیک سره د لوبو کول دوام وي.

ټاکل شوې دا کنفرانس به د اپریل د میاشتې په ۲۶ ورځ پای ته ورسږي. د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د سپټمبرپه ۱۵ هم په ویانا کې د اتریش د څیړنیز انسیتیوت له خوا یو درې ورځینی کنفرانس جوړ شوی و، چې د احمد مسعود په ګډون شاوخوا ۳۰ پورې د طالبانو مخالفو سیاسي مشرانو، د پارلمان ځینو غړو او د مدني ټولنې ځینو استازو په کې ګډون کړی و.

طالبانو حکومت تر اوسه په اتریش کې د دغه کنفرانس د جوړیدو په هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG