د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ : چین موافقه کړې چې ایران ته وسلې نه ورکوي

 د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۵ وویل چین موافقه کړې چې ایران ته وسلې ورنه کړي.

د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو څخه وړاندې امریکایي رسنیو د استخباراتي راپورونو له مخې ویلي وو چې بیجینګ چمتو و تهران ته د هوايي دفاع سیستمونه واستوي، هغه ادعا چې چین په رسمي ډول رد کړی ده.

ټرمپ دا څرګندونې په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل په یوه پوسټ کې کړي.

د امریکا مشر د هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ د ازادولو او د لارې پرانستلو لپاره د امریکا د پوځ هڅې هم یادې کړې. دغه تنګی د منځني ختیځ یوه مهمه ‌لاره ګڼل کیږي چې د چین په شمول ډېر هېوادونه د نفتو او نورو سرچینو لپاره پرې تکیه کوي.

ټرمپ په خپل پوسټ کې لیکلي: «چین ډېر خوشحاله دی چې زه د هرمز تنګی په دایمي ډول پرانیزم. زه دا کار د هغوی لپاره هم کوم او د نړۍ لپاره یې هم.»

هغه زیاته کړه: «دا وضعیت به بیا هېڅکله تکرار نه شي. هغوی موافقه کړې چې ایران ته وسلې نه لېږي.»

د ټرمپ دا تازه څرګندونې له هغې وروسته کیږي چې هغه د سې شنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې د چین ولسمشر شي جین پینګ ته یې یو لیک استولی و او غوښتنه یې کړې وه چې ایران ته وسلې ورنه کړي. د هغه په وینا، شي ځواب ورکړی چې چین تهران ته وسلې نه رسوي.

هغه په مرکې کې وویل: «ما ورته یو لیک ولیکه او ترې مې وغوښتل چې دا کار ونه کړي، او هغه ماته یو لیک راولېږه چې په اصل کې وایي دوی دا کار نه کوي.»

ټرمپ دا ونه ویل چې دغه لیکونه کله تبادله شوي دي.

د دې اونۍ په پیل کې، وروسته له هغې چې ایران ته د وسلو د لېږد راپورونه خپاره شول، ټرمپ ګواښ کړی و چې پر چین به ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي،.

ټرمپ پلان لري چې د مې میاشتې په ۱۴ او ۱۵ نېټه چین ته سفر وکړي، چې دا به د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ یوه مهمه لیدنه کتنه وي.

جمهور رئیس ټرمپ په خپل پوسټ کې لیکلي: «ولسمشر شي به کله چې زه څو اونۍ وروسته هلته ورسېږم، ماته یو لوی تود هرکلی ووایي. موږ په هوښیارۍ او غوره توګه سره یو ځای کار کوو.»

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ(سینتکام) د سې شنبې په ورځ وویل چې د ایران پر بندرونو یې «بشپړ بندیز» پلی کړی دی.

ټرمپ ددغه بندیز امر وروسته له هغې وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG