د لاس رسي وړ اتصالات

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان کې ۱۷ میلیون خلک خوراکي مرستو ته سخته اړتیا لري


افغانستان - بشري مرستې
افغانستان - بشري مرستې

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان په ځینو تر ټولو سختو ځپل شوو سیمو کې نوې ارزونه کړې ده. دا کمېټه وایې ددې ارزونو پایلې په افغانستان کې د لوږې د کړکېچ ژورتیا څرګندوي او زیاتوي چې په سختو ځپل شویو سیمو لکه بامیان، کونړ او هرات ولایتونو کې یې د خوراکي توکو د ویش دپاره د بیړنیو مرستو کچه لوړه کړې ده.

موندنې وایي چې پدې سروې کې د ګډونوالو ۹۵ فیصده خلکو د خوړو د مصرف ټيټه کچه درلوده چې ورځني خوراک ته ناکافي لاسرسی ښي. ۹۵ فیصدو نورو د بقا دپاره د سختو تدابیرو رپوټ ورکړی لکه پور اخیستل او د طبي درملنې ځنډول.

د سروې موندنې دا هم وایي چې د شپږو میاشتو څخه کم عمره ماشومان۹۳ سلنه او د دوو کلونو څخه کم عمره ۸۴فیصده ماشومان د مور په شیدو تغذیه کېدل.

د ژغورنې نړیواله کمیټه وایي دا نوی تریخ واقعیت څرګندونه کوي، ځکه اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱.۲ میلیونه میندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د کمزورۍ او سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

همدارنګه د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او د زیات شمیر کورنیو د عاید د کمېدو له کبله، نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې رسیږي، له خوار ځواکۍ کړېږي، چې شاوخوا یو پر درېیمه برخه یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په همدې حال کې، له ایران او پاکستان څخه د نږدې دریو میلیون افغانانو ستنېدل، د لسیزو په اوږدو کې اقتصادي ګډوډۍ، وچکالۍ او پرله‌پسې طبیعي افتونو اغېزې وضعیت او د هېواد بشري کړکېچ لا ویجاړ کړی دی.

د بشري مرستو دغه کمېټه وایي د هغو ۴.۷ میلیون کسانو د بقا په اړه ژوره اندېښنه لري چې د ټول نفوس له ۱۰٪ څخه زیاته برخه جوړوي او د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشره لیزا اوون، وایي: "په افغانستان کې شدیده لوږه یوه دوامداره ستونزه ده، خو وروستۍ شمېرې د بشري اړتیاو د حالت وېرونکې خرابوالي څرګندوي. پداسې حال کې چې د ژمي موسم لا هم دوام لري، نورې ډېرې کورنۍ به د شدیدې لوږې کچې ته ورسېږي، خو په افغانستان کې د بشري مرستو کچه د بودیجې او مالي ملاتړ د سخت کمښت سره مخ ده."

هغې زیاته کړه: «تېر کال د بشري بنسټونو لپاره یوه سخته ازموینه هم همدا وه، دوی هڅه کړې چې د نړیوالو مرستو د کچې د کمیدو سره سره حیاتي او ژوند ژغورونکي پروګرامونه جاري وساتي."

د ژغورنې نړیواله کمیټه خبرداری ورکوي چې که دا تمویل په بشپړه توګه بېرته پیل نشي، پایلې به یې د خلکو دپاره له ناورین ډکې وي.

د لوږې د کچې د لوړېدو په وړاندې د بشري تدابیرو په ترڅ کې د آی آر سي نړیوال بنسټ د « د خوراک لپاره د نغدو پیسو» پروګرام پیل کړ څو په بامیان، کونړ او هرات ولایتونو کې ۳،۲۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې برابرې او ور ورسوي.

دا پداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسف پخپل وروستي رپوټ کې ټینګار کړی چې د شپږو اعشاریه پنځه میلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ میلیونه کسانو د مرستې لپاره په بېړني ډول ۹۴۹ اعشاریه ۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ملګري ملتونه او د دې سازمان همکار بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ یو له سترو بشري کړکېچونو څخه پاتې شي.

ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د سې شبنې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه یې خپور کړی راغلي چې د کلونو اوږدو جګړو، د خوړو د دوامداره کمښت، پرله‌پسې طبیعي پېښي، د اقلیم د بدلون اغېزو او هیواد ته د کډوالو د بیرته ورستنیدو له امله د افغانستان نږدې ۴۵ سلنه نفوس، چې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان کېږي، راتلونکي کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG