د لاس رسي وړ اتصالات

اف بي آی: د منیسوتا کاتولیک ښوونځي کې ډزې د یوه کورني ترهګر عمل و


Annunciation Catholic Church and School in Minneapolis
Annunciation Catholic Church and School in Minneapolis

په امریکا کې د اف بي آی اداره د چهارشنبې په ورځ د منیسوتا په مینیاپولیس کې د کاتولیک ښوونځي په منځ کې د وروستۍ پېښې په اړه چې پکې دوه ماشومان ووژل شول، پلټنې کوي او دا پېښه د کاتولیکانو پر وړاندې د کورني تروریزم عمل ګڼي.

د (FBI) رئیس، کاش پټل، د ټولنیزې رسنۍ، ایکس پر پاڼې په یوه پوسټ کې داسې لیکلي دي. "برید ګر د رابرټ ویسټمن په نوم پېژندل شوی چې اصلي نوم یې هم رابرټ ویسټمن دی."

هغه زیاته کړه چې د اف بي آی اداره به کله چې وکړای شي، عامو خلکو سره، د روانو پلټنو په اړه خپل تازه معلومات شریک کړي.

پولیس وایي، ۲۳ کلن برید ګر د چهارشنبې په سهار د کلیسا له کړکۍ څخه د انن سیېشن په نوم د کاتولیک ښوونځي پر ماشومانو باندې ډزې وکړې. د وژل شویو ماشومانو عمرونه له اتو څخه نیولې تر لسو کالو پورې وو.

پولیسو وویل پدې پېښه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي چې پکې ۱۴ ماشومان شامل دي. د چارواکو په وینا، دغه بریدګر تر برید وروسته ټوپک پر ځان راواړاو او تر ډزو وروسته د خپلو ټپونو له امله مړ شو.

په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په ټولو دولتي ودانیو کې د بیرغونو د نیمه ځوړندولو امر کړی تر څو تر یکشنبې پورې ددې پېښې قربانیانو ته چې د هغه په وینا پدې بی معنی تاوتریخوالي کې چې د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۷ مه د مینیاپولیس په منیسوتا کې رامنځته شو، درناوی وښودل شي."

لومړۍ میرمنې ملانیا ټرمپ، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې پدې تړاو غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي چې، "په مینیسوټا کې غمجنه ډله ایزه وژنه د ښوونځي د احتمالي بریدګرو په پیژندلو کې، مخکې له مخکې اقداماتو ته اړتیا په ډاګه کوي.

د خبرتیا لومړنۍ نښې نښانې له وخته څرګندیږي، زیات شمیر کسان د دې ډول کړنو دمخه د اندېښنې وړ سلوک څرګندوي او آنلاین هم له تاوتریخوالی ډک ګواښونه کوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG