د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کوچنیو بستو د وارداتي تعرفو معافیت ختم کړ


د امریکا د کالفرونیا د ایالت یو سمندري بندر
د امریکا د کالفرونیا د ایالت یو سمندري بندر

د امریکا متحدو ایالتونو د هغو تعرفو معافیت پای ته ورساوه چې له بهر نه پر هغو واردیدونکو کوچنیو پارسلونو غوره شوی و چې ارزښت یې تر ۸۰۰ امریکايي ډالرو کم وي.

دا پارسلونه امریکا ته د رارسېدونکو ټولو بارونو شاوخوا ۹۲ سلنه جوړوي.

د تعرفې له معافیت څخه د محرومېدو اغېز تر ډېره په هغو کاروبارونو راځي چې توکي په مستقیمه توګه مصرفوونکو ته استوي، په ځانګړي ډول له آن لاین طریقه پر "چینایي ای کامرس" شرکتونو باندې به دا ډیره اغیزه ولري.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا پر کمکیو پارسلونو د معافیت د لغوې اجرائیوي فرمان، د جمعې د شپې له نیمایي وروسته نافذ شو.

لدې لارې به هره ورځ د ۸۰۰ ډالروڅخه کم ارزښته شاوخوا ۴ میلیونه پارسلونه امریکا ته پرته له ګمرکي تعرفې راتلل.

ولسمشر ټرمپ دا اجرائیوي فرمان د جولای په ۳۰مه نېټه لاسلیک کړ او اعلان یې وکړ چې دا به د اګست ۲۹مه باندې نافذ شي.

د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوی معلوماتي پاڼه وایي: "ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا ملي امنیت او اقتصادي ګټو د خوندي ساتنې دپآره د "de minimis" تجارتي وارداتو یا کمکیو پارسلونو معافیت له منځه وړي. "

د امریکا د ګمرکاتو او پولو د ساتنې اداره، چې د تعرفو د راټولولو او د پارسلونو څار او ازموینې چارې پر غاړه لري، اټکل کوي چې تېر کال شاوخوا ۱.۳۶ میلیارده پارسلونه د “de minimis” معافیت لاندې امریکا ته رسیدلي وو.
د دغه ډول وارداتو ټول ارزښت هماغه کال کې ۶۴.۶ میلیاردو ډالرو ته رسېده چې له ۲۰۲۰ وروسته دوهم لوړ رقم و.

ارزان بیو چینایي آن لاین تجارتي وېب‌سایټونو لکه Shein، Temu، او AliExpress پخوا کولی شول چې له جامو نیولې، تر موبل او فرنیچر او الکترونیکي وسایلو پورې، مستقیماً امریکايي پېرېدونکو ته پرته له اضافي لګښتونو وپلوري.

خو اوس، ټول وارداتي توکي د ارزښت په نظر کې نیولو نه پرته د تعرفې تابع دي چې کچه یې له ۱۰سلنې نه نیولې تر ۵۰ سلنې پورې ده، چې دا رقم د اصلي هېواد د محصول پر بنسټ ټاکل کېږي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا د سوداګریز کسر د راکمولو او نړیوال تجارت د بڼې د بدلون دپآره د جولای په وروستیو کې پر ۶۶ هېوادونو د نویو پراخو تعرفو اعلان وکړ.

دغه تعرفې له ۱۰سلنې نه تر ۴۱ سلنې پورې ټاکل شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG