ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سهشنبې په ورځ وویل چې هغه د ملګرو ملتونو لوي پلوی دی، خو په عین حال کې یې دا نړیوال سازمان لدې امله هم وغنده چې ویل یې په ځانګړې توګه یې د جګړو د حل په برخه کې خپلې دندې سمې ندي تر سره کړی.
هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا غواړي د غزې لپاره د “سولې بورډ” د ملګرو ملتونو ځای ونیسي، داسې وویل:
«ملګرو ملتونو ډېر ګټور رول نه دی لوبولی. زه د ملګرو ملتونو د ظرفیت لوی پلوی یم، خو دا سازمان هېڅکله خپل حقیقي ظرفیت ته نه دی رسېدلی.»
هغه زیاته کړه: «ملګرو ملتونو باید هغه ټولې جګړې درولې وای چې ما بندې کړې. زه هېڅکله هغوی ته ورنغلم هیڅکله مې دا سوچ هم و نه کړ چې هغوی ته ورشم. هغوی باید وتوانېږي چې دا جګړې حل کړي.»
ټرمپ د اذربایجان او ارمنستان، روانډا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هند او پاکستان ترمنځ د شخړو منځګړیتوب کړی او همدارنګه یې تر ټولو کړکیچنه شخړه د اسرائیل او حماس ترمنځ د غزې جګړه هم ودروله چې پایله یې اوربند وو.
تېر کال د سپټمبر په ۲۳مه، ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په خپله وینا کې پر دې سازمان نیوکه وکړه چې د نړۍ په کچه د شخړو په پای ته رسولو کې یې ورسره مرسته نه ده کړې، او ویې ویل چې ملګري ملتونه نوې ستونزې رامنځته کوي.
هغه په وینا کې ویلي و: «نه یوازې دا چې ملګري ملتونه هغه ستونزې نه حل کوي چې باید یې حل کړي، بلکې ډېر ځله زموږ لپاره نوې ستونزې هم جوړوي. ددې تر ټولو ښه مثال د بېکنتروله کډوالۍ کړکیچ یادولای شو چې زموږ د وخت تر ټولو لویه سیاسي مسئله ده.»
ټرمپ د سهشنبې په ورځ وویل چې دی غواړي چې ملګري ملتونه خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه وویل: «زه باور لرم چې تاسو باید ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړئ چې خپل کار ته دوام ورکړي، ځکه چې پکې ډېر لوی ظرفیت شته.»
ټرمپ په دې اوونۍ کې د غزې د سولې د پلان دوهم پړاو ته هم مخه کړه، چې پکې یې د نړۍ له مشرانو څخه د سولې د بورډ غړیتوب ته د بلنې بهیر پیل کړ او د فلسطیني (تکنوکراتې ) کمېټې د جوړولو اعلان یې وکړ، څو د ورځنیو چارو اداره پر مخ یوسي.
دا د سولې پلان، چې ولسمشر ټرمپ تېر سپټمبر وړاندې کړی و، موخه یې د غزې بیا رغونه ده، وروسته له هغې چې دا سیمه د اسرائیل او د حماس ترمنځ په دوه کلنه جګړه کې سخته ویجاړه شوه. د دې پلان لومړی پړاو د امریکا په منځګړیتوب له اوربند سره پیل شو چې د اکتوبر په میاشت کې پلی شو.
ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې پر مهال وویل چې متحده ایالتونه له نورو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او له ډېرو سوداګریزو شریکانو سره یې ګڼ تجارتي تړونونه لاسلیک کړي دي.
ټرمپ د سهشنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه د سویس د داووس ښار په لور روان شو، څو د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د نړۍ سیاسي او اقتصادي مشرانو ته د تېر کال په ترڅ کې د خپلې ادارې لاسته راوړنې بیان کړي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسینټ وویل، ټرمپ به د نړۍ مشرانو ته وښيي چې «متحده ایالتونو خپل عظمت بیرته تر لاسه کړی دی او دا هغه څه دي چې د امریکا مشري ورته وایي.»
فورم \ دبحث خونه