د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د غزې دپاره د ولسمشر ټرمپ پر طرحې رایه اچوي


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زید آل نهیان
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زید آل نهیان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به نن د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا د غزې د سولې پر وړاندې شوې طرحې رایه ورکړي.

تر دې مخکې، د امریکا متحده ایالاتو له یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو سره یو ځای د ملګرو ملتونو امنیت شورا نه غوښتي و چې د امریکا له خوا وړاندې شوې پرېکړه‌لیک، چې د ډونالد ټرمپ د غزې د سولې طرحه پکې شامله ده، په چټکۍ سره تصویب کړي.

امریکا، قطر، مصر، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، اندونیزیا، پاکستان، اردن او ترکیې د لړم په ۲۳مه، په یوه ګډه اعلامیه کې ددې مسودې ملاتړ اعلان کړ.

په دې پرېکړه‌لیک کې پر هغه اوربند د دوام ټینګار شوی چې د اسرائیل او حماس د دوه کلنې جګړې وروسته ټینګ شوی و، او د لومړي ځل لپاره د فلسطین د راتلونکي دولت د جوړېدو امکان ته پکې اشاره شوې ده.

د دې پرېکړه‌لیک د مسودې له مخې، ټاکل شوې چې د غزې د سولې شورا په نوم یو نوی ارګان د یو انتقالي بنسټ په توګه جوړ شي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به یې په تشریفاتي ډول مشري پر غاړه ولري.

همدارنګه د ثبات د ساتلو په موخه د یوې نړیوالې قوې د جوړولو وړاندوینه هم شوې ده چې ویل کیږي د اسرائیل، مصر او روزل شوي فلسطیني ځواکونه به پکې شامل وي.

ددې په وړاندې روسیې یوه بله جلا مسوده وړاندې کړې چې د سولې د شورا جوړېدل او د نړیوال سوله ساتي ځواک ځاي پرځای کېدل نه مني.

د دې طرحې د تصویب له هڅو سره هم‌مهاله، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په ناسته کې وویل: "زموږ مخالفت، د هر ډول فلسطیني حکومت له جوړېدو سره، په هر قلمرو کې چې وي بدل شوی ندی."

د هغه د کابینې دوو تندلارو وزیرانو هم تر دې وړاندې د ایکس پر ټولنیزې شبکې خپل مخالفت څرګند کړی و.

له هغې وروسته چې د حماس ترهګرې ډلې د اکتوبر پر اومه د اسرائیل پر خاوره برید وکړ او ۱۲۰۰ ملکي وګړي یې ووژل، اسرائیل پر غزه برید وکړ. د دوه کلنې جګړې په ترڅ کې، د فلسطیني سرچینو په وینا لږ تر لږه پنځوس زره کسان په غزه کې وژل شوي دي.

دا جګړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په منځګړیتوب او د قطر او مصر د مشرانو په همکارۍ د میزان په میاشت کې د یوه اوربند له لارې پای ته ورسېده چې په ترڅ کې یې د دواړو خواو یرغمل کسان او بندیان تبادله شول او غزې ته یو لړ محدودې بشري مرستې ورسول شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG