د امریکا د سوداګرۍ وزارت وایي چې د "اپلایډ مټریالز" په نوم شرکت به چین ته د چپ جوړونې تجهیزاتو د ناقانونه صادراتو له امله ۲۵۲ میلیونه ډالر جریمه ورکړي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت وایي چې په متحده ایالتونو کې مېشت د اپلایډ مټریالز په نوم شرکت سره یې د ۲۵۲ میلیون ډالرو د هوکړې موافقې ته رسیدلي، ځکه چی دغه شرکت د چین تر ټولو ستر د نیمه هادي چپ جوړوونکي نړیوال شرکت، (SMIC)، ته د چپ جوړونې تجهیزات په ناقانونه توګه صادر کړي وو.
د چهارشنبې په ورځ په خپرو شویو دولتي اسنادو کې د سوداګرۍ وزارت ویلي چې اپلایډ مټریالز د «ایون ایمپلانټر» په نوم وسایل چې د چپ په جوړولو کې ډېر مهم دي، لومړی کوریا ته لېږدول شوي، وروسته دغه وسایل هلته راټول شوي او پرته لدې چې اړین صادراتي جواز ترلاسه کړي چین ته لیږل شوي دي.
وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کلیفورنیا په سانتا کلارا ښارکې مېشت د کمپیوتري تجهیزاتو شرکت او د هغه د جنوبي کوریا څانګې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ۵۶ ناقانونه انتقالات یا د وسایلو د لیږدونې چارې ترسره کړې دي چې چین ته په ناقانونه توګه د لېږل شویو تجهیزاتو ارزښت ۱۲۶ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د چین د تر ټولو ستر نیمه هادي چپ جوړوونکي نړیوال شرکت (SMIC) نوم له چینايي پوځ سره د تړاو له کبله د تحریم شویو شرکتونو په تور لست کې شامل کړ. په دې نوملړ کې له شاملېدو سره دې شرکت ته د توکو او ټکنالوژۍ صادرات محدود شول.
د اپلایډ مټریالز شرکت ویلي چې له سوداګرۍ وزارت سره ددې هوکړې ته په رسیدو خوښ دی، او دا چې د امریکا د عدلیې وزارت او د امریکا د اسهامو او تبادلې کمېسیون (SEC) دې شرکت ته خبر ورکړی چې اړوندې پلټنې یې له کوم اقدام پرته تړلې دي.
د سوداګرۍ وزارت یادونه کړې چې ۲۵۲ میلیون ډالر جریمه د معاملې د ارزښت دوه برابره ده، او دا د قانون له مخې اعظمي اندازه ده.
فورم \ دبحث خونه