د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هند لپاره د ۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور پوځي معامله تائید کړه


د اېکسکالیبر په نوم د لارښود مرمۍ
د اېکسکالیبر په نوم د لارښود مرمۍ

د امریکا د دفاعي امنیت د همکارۍ ادارې پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هند لپاره شاوخوا ۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت دوه مهمې پوځي معاملې منظور کړې، چې پکې د اېکسکالیبر په نوم د لارښود مرمۍ، د جاولین په نوم د ټانګ ضد توغندیو سیستم او اړوند تجهیزات شامل دي.

دغه اقدام به د هند – ارام سمندر سیمه کې یو مهم ملګری پیاوړی کوي، د امریکا او هند ترمنځ ستراتېژیک شراکت لا ژوروي، د هند دفاعي وړتیاوې لوړوي، او د امریکا د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت موخو ته وده ورکوي.

دا معامله نهه میاشتې وروسته له هغه وشوه چې د هند صدراعظم نریندرا مودي په واشنګټن کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل او دواړو مشرانو د "دفاعي اړیکو د قوي کولو" په اړه ژمنه وکړه. وروسته په اکتوبر میاشت کې دواړو هېوادونو د راتلونکو لسو کلونو لپاره د دفاعي همکاریو د پراختیا د چوکاټ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

هند هڅه کوي چې د تنوع دپاره له روسیې څخه وړاندې د وسلو د تدارک سرچینې له نورو هیوادونو څخه هم تر لاسه کړي او ولسمشر ټرمپ تل د امریکايي وسلو د کیفیت او ځانګړتیاو په یادونې د امریکایي وسلو د ترویج هڅه کوي.

که څه هم روسیه لا هم د هند د پاره د وسلو تر ټولو لوی عرضه‌کوونکی هیواد دی، خو اندازه یې له ۲۰۱۷ کال څخه چې ۶۲ سلنه وه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې، ځکه چې هند له امریکا څخه د وسلو اخیستو ته مخه کړې ده.

په ورته وخت کې، د هند او امریکا ترمنځ د دفاعي تجارت کچه په چټکۍ له صفر څخه ۲۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې، او امریکا دا مهال د روسیې او فرانسې نه وروسته د هند د پاره د وسلو درېیم لوی عرضه‌کوونکی هیواد دی.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د دفاع او امنیتي همکاریو ادارې یا DSCA په وینا، دغه وسلې به "د هند وړتیا لوړه کړي څو د اوسنيو او راتلونکو ګواښونو د مخنیوي غوره مدیریت وکړای شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG