د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: چمتو یم چې د اوکراین د جګړې د پای لپاره د امریکا د پلان په اړه 'خبرې' وکړم


پر اوکراین د روسیې جګړه
پر اوکراین د روسیې جګړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، مسکو ته د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف له سفر مخکې وویل چې هغه چمتو دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پلان په اړه "جدي خبرې اترې" وکړي.

ټاکل شوې ده چې سټیف ویټکاف راتلونکې اونۍ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنې روسیې ته سفر وکړي ترڅو د واشنګټن د وړاندیز په اړه بحث وکړي.

ولسمشر پوتین د پنجشنبې په ورځ په قرغزستان کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې د امریکا وړاندیز به "د راتلونکو توافقاتو لپاره بنسټ اسانه کړي." هغه وویل: "موږ اړتیا لرو چې کښینو او په دې اړه جدي بحث وکړو."

خو ولسمشر پوتین ټینګار وکړ چې جګړه به هغه وخت پای ته ورسیږي کله چې "اوکراییني سرتیري له هغو سیمو څخه په شا شي چې دوی نیولي دي."

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه پیغام کې وویل چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ۲۸ ماده ییز پلان مسوده "د دواړو خواوو د نظرونو سره سم اصلاح شوې او یوازې د اختلاف څو ټکي پاتې دي."

هغه خبریالانو ته وویل چې پلان لري چې سټیف ویټکاف راتلونکې اونۍ روسیې ته ولیږي ترڅو له پوتین سره خبرې وکړي.

د امریکا او اوکراین د چارواکو د ګډې اعلامیې له مخې، د اوربند د پلان مسوده تیره اونۍ په ژینو کې د خبرو اترو په جریان کې "تازه او اصلاح شوې" وه.

ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې دا هم وویل چې هغه د ولسمشر پوتین او زیلینسکي سره د لیدنې په تمه دی، خو ټینګار یې وکړ چې "دا غونډه به یوازې هغه وخت ترسره شي کله چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره موافقه وروستي پړاو ته شي یا د نهایی کیدو په حال کې وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG