د متحده ایالاتو له لوري د افريقا په وچه کې د یوه له تر ټولو خونړیو شخړو د پای ته رسولو غوښتنه شوې ده. دا پداسې حال کې ده چې د سوډان وسلوالو ملیشو د دوشنبې په ورځ یو اړخیز اوربند اعلان کړ.
د چټک ملاتړ د ځواکونو (RSF) مشر جنرال حمدان دګالو، په ټولنیزو رسنیو کې د یوه خپاره شوي پیغام په ترڅ کې د بشري اوربند اعلان وکړ چې پکې د درې میاشتو لپاره د دښمنیو او جګړو بندول هم شامل دي.
دګالو وویل چې دا اعلان د نړیوالو هڅو په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو سیمه ییزو لورو د هڅو په غبرګون کې شوی دی.
ولسمشر ټرمپ تېرې اونۍ ویلي وو چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په هڅونې به د سوډان د کورنۍ جګړې د هوارولو لپاره هڅو باندې تمرکز وکړي. محمد بن سلمان د نومبر په ۱۹مه نېټه سپینې ماڼۍ ته سفر کړی و.
متحده ایالات، سعودي عربستان، مصر او متحدو عربي امارات د "کواد" د ډلې غړي دي، هغه ډله چې د سوډان د شخړې پر دواړو غاړو د منځګړیتوب هڅې کوي. اماراتو هم اعلان کړی چې د سوډان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ملاتړ کوي.
حمدان له نړیوالو لورو غوښتنه کړې چې د هغه له سیال سره خبرې وکړي تر څو اوربند ومني، ځکه راپورونه خپاره شوي چې د هغه سیال د سوډان د وسلهوالو ځواکونو یا (SAF) مشر جنرال عبدالفتاح البرهان د منځګړو له لوري د اوربند وړاندیز رد کړی او هغوی یې په تعصب او بی ځایه پلوۍ تورن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د دوشنبې په ورځ د سودان په جګړې کې له دواړو رقیبو ډلو وغوښتل چې بشري اوربند ومني او ویې ویل چې بهرنۍ لاسوهنه باید ودریږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته د ایمیل په ځواب کې وویل : "پر RSF او SAF ډلو، دواړو باندې دا مسؤلیت راځي چې په بشري اوربند سلا او عمل وکړي، تر څو ظلمونه پای ته ورسېږي او د سوډان د ولس کړاو ته د پای ټکی کېښودل شي."
په سوډان کې د واک په سر جګړه د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د پوځ اود چټک ملاتړ د ځواکونو ترمنځ پیل شوه او تر اوسه پکې سلهاو زره کسان وژل شوي دي.
دې شخړې په معاصر وخت کې یو لوي بشري کړکیچ رامنځته کړی. د امنسټي انټرنیشنل د معلوماتو له مخې له ۱۲ میلیونو نه زیات کسان بېځایه شوي، چې پکې نږدې ۴ میلیونه سودانیان ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوډان کې سوله غواړي.
ویاند وویل: "متحده ایالات د سوډان د دې وېروونکې شخړې د پای ته رسولو لپاره ژمن دي. موږ له خپلو شریکانو سره کار کوو تر څو یو بشري اوربند ټینګولو ته سهولتونه برابر کړو او د بهرنیو هغه پوځي ملاتړ ودروو چې د جګړې اور ته لمن وهي."
دواړه متخاصم لوري د ظلمونو په ترسره کولو تورن شوي دي، او بهرني لوري هم په دې تورن دي چې د رقیبو ډلو ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې تېر میاشت د (RSF) په لاس د دارفور د الفاشر د ښار تر نیولو وروسته شاوخوا ۴۶۰ ملکیان وژل شوي دي چې یو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کیږي.
متحدو ایالتونو د RSF له خوا رپوټ شوې ډله ییزې وژنې وغندلې.
د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په یوه لنډ بیان کې وویل: "متحده ایالات پر دواړو لورو غږ کوي چې د سوډان د خلکو د کړاو د پای ته رسولو لپاره دې د خبرو اترو لاره تعقیب کړي."
فورم \ دبحث خونه