د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې یې په 'عملیاتو کې ۲۱۶ ترهګر' وژلي

بلوچستان
بلوچستان

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۵مه) وویل چې په بلوچستان کې یې د بېلتون غوښتونکو پر ضد د یوې اونۍ عملیات پای ته رسولی او ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې ۲۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچستان لبریشن آرمي-BLA) په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې د شنبې په ورځ پدې ایالت کې چې د پاکستان تر ټولو لوی، بډای خو په عین حال کې تر ټولو بې وزلی ایالت دی، د پراخو عملیاتو په ترڅ کې پر ښوونځيو، بانکونو، بازارونو او امنیتي تاسیساتو باندې بریدونه وکړل.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلې دي چې په دغو بریدونو کې ۲۲ امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي چې پکې ښخې او ماشومان هم شامل دي.

د بلوچستان لبرېشن ارمي دا بریدونه چې د لسو نه زیاتو سیمو کي وشول وروسته له هغې وکړل چې د پاکستان پوځ وايي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د (رد الفتنه-۱) په نوم د شر او ګډوډیو پر ضد عملیات پیل کړل.

د بلوچستان ازادۍ پوځ لا د پاکستان د پوځ د نوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. پوځ هم دا څرګنده کړې نه ده چې وژل شوي ترهګر څوک دي او جسدونه یې هم رسنیو ته ښودل شوي نه دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډله د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لست کې شامله ده.

امنیتي چارواکو او عیني شاهدانو وویل چې (بي ال اې) په څو سیمو کې دولتي ودانۍ او د پولیسو مرکزونه ونیول، چې پکې د نشکي دښتې ښار هم شامل او د دریو ورځو لپاره تر خپل کنټرول لاندې نیولی و.

دا ایالت له لسیزو راهیسې د قومي بلوڅ بېلتون غوښتونکو له خوا د بغاوت او ګډوډیو سره مخ دی چې د زیاتې خودمختارۍ او د خپلو طبیعي سرچینو د عوایدو د لویې برخې غوښتنه کوي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راهیسي د پاکستان د حکومت پر کړو وړو نیوکې کوي او شکایت لري چې د طبیعي زیرمو له اړخه ددې بدای ایالت د عواید منصفانه برخه دوي ته نه ورکول کیږي. د عامو بلوڅانو همدا نارضایتي ددې بلواو سبب ګرځیدلی دی.

دغه سیمه د سکرو، سرو زرو، مسو او ګازو له پلوه بډایه سیمه ده، چې فدرالي حکومت ته عواید برابروي.

د پاکستان حکومت د هغه هیواد په بلوچستان په سیمو کې د ناامنیو پړه پر هند اچوي خو هندې چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي او وایي دا پاکستان دی چې خپله خاوره کې یې هغو ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی چې د هند د ګټو پر ضد فعالیت کوي.

د معدني زېرمو بډایه بلوچستان له ایران او افغانستان سره پوله لري چې د ګوادر سمندري بندر له لارې د چین پانګوونه، او نورې پروژې هم پکې شاملې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG