د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې په شپه په یوه بیان کې ویلي چې د وینزویلا دا اقدام، چې دوو پوځي الوتکو یې په نړیوالو اوبو کې د امریکا یوې جنګي بېړۍ ته نږدې پرواز کړی، "پاروونکی" بللی دی.
په دغه بیان کې ویل شوي:"نن، د مادورو تر رژيم لاندې دوو پوځي الوتکو په نړیوالو اوبو کې د امریکا یوې جنګي بېړۍ ته نږدې الوتنه وکړه. دا په لوي لاس پاروونکی اقدام زموږ هغو عملیاتو کې چې د ترهګرۍ ضد او د نشهيي توکو پر ضد مو پیل کړی د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره شوی و."
د امریکا دفاع وزارت په خپل بیان کې زیاتوي:"د مخدره توکو هغو قاچاق کونکو ته چې وینزویلا اداره کوي، جدي سپارښتنه کوو چې د امریکا د پوځي ځواکونو له لوري د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر ضد عملیاتو کې د خنډ جوړولو، مخنیوي یا لاسوهنې هڅې ونه کړي."
د امریکا حکومت وايي چې د وینزویلا مشر، نیکولاس مادورو، د نشهيي توکو په قاچاقو کې ښکېل دی.
امریکا هغه چا ته چې د مادورو د نیولو لامل شي، ۵۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړی. مادورو د ایران نږدې متحد ګڼل کېږي.
د امریکا دفاع وزارت دا خبرداری مادورو او د نشهيي توکو د قاچاقو شبکو او کارتلونو ته وروسته له هغې ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا ځواکونو د کارابین سمندر جنوبي برخه کې یوه کښتۍ چې له وینزویلا خوځېدلې وه او نشهيي توکي یې لېږدول، له منځه وړې ده.
همداراز، د امریکا دفاع وزارت د امریکا د پوځ له خوا د مخدره موادو د قاچاقو د پېژندل شوې ډلې «ترن د آراگوآ» پر یوې کښتۍ د دقیق برید ویدیو خپره کړه.
دا برید وینزویلا ته نږدې سمندري ساحه کې شوی و. ترن د آراگوآ د نشهيي توکو یو سازمان دی، چې د ټرمپ حکومت هغه د "نړیوالو ترهګریزو سازمانونو" په نوملړ کې شامل کړی دی.
ښاغلي ټرمپ هم د سهشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي:"دغه کارتل یو پېژندل شوی بهرنۍ ترهګریز سازمان دی چې د نیکولاس مادورو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، او د قتلعام، د نشهيي توکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، او تاوتریخوالي او ترهګرۍ مسؤلیت لري- نه یوازې په امریکا، بلکې په ټوله لوېدیځه نیمهکره کې."
نوموړي زیاته کړه:"دا برید هغه مهال وشو، کله چې ترهګر د نړیوالو اوبو له لارې امریکا ته د ناقانونه نشهيي توکو په انتقال بوخت وو. د برید په پایله کې ۱۱ ترهګر ووژل شول."
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د دې عملیاتو پر مهال هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه دی رسېدلی.
هغه وویل:"دا برید دې د هر هغه چا لپاره خبرداری وي چې حتی امریکا ته د نشهيي توکو د قاچاقو فکر هم کوي. ځانونه وساتئ! له تاسو مننه چې دې موضوع ته مو پاملرنه وکړه."
فورم \ دبحث خونه