د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران باید د اټومي ستونزو حل د پاره مونږ سره جدي مستقیمې خبرې وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې ایران باید د خپلې اټومي ستونزې د حل لپاره له متحده ایالاتو سره مستقیمې او جدي دیپلوماتیکې خبرې وکړي، او ټینګار یې کړی چې: "د ترهګرۍ دا ملاتړ کوونکی هېواد هېڅکله باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي."

د سه‌شنبې په ورځ، د سپټمبر ۲مه (۱۱ وږی) د علوم او امنیت د نړیوال انسټیټوټ مشر، ډیویډ آلبرایت، په خپله ایکس پاڼه کې د ستلایت له لارې د ایران د نطنز اټومي تأسیساتو نوې انځورونه خپاره کړل.

هغه لیکلي چې دا انځورونه ښيي ایران په تېره اونۍ کې د دغو تاسیساتو ته نږدې ټول یخچالي یا کنګلو سیستمونو ځایونه بدل او خواره واره کړي چې د احتمالي هوايي بمبار له امله يې د له منځه تللو مخه ونیسي.

د نیوزویک مجلې هم د دغه پوسټ له خپرېدو وروسته، یو راپور خپور کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند، له امریکا غږ فارسي څانګې سره په خبرو کې ویلي:
"متحد ایالتونه د ایران د رژیم له خوا د هر ډول هڅې په وړاندې هوښیار پاتې کېږي، که دا هڅه د له لاسه وتلو وړتیاوو د بیا احیا لپاره هم وي."

دغه ویاند زیاته کړې: "موږ چمتو یو هر هغه اقدام ترسره کړو چې ډاډ ترلاسه شي ایران، چې د نړۍ ترهګر تر ټولو ستر ملاتړی دی، هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي."

همدارنګه ویاند ټینګار کړی چې: "د ایران د اسلامي جمهوریت مشران باید د اټومي مسئلې د حل لپاره له متحدو ایالتونو سره مستقیمې او جدي خبرې ترسره کړي."

اروپايي هېوادونو ته د میکانيزم ماشي قانوني بنسټ برابر شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند همداراز ویلي: "د ایران د اټومي ژمنو د ماتولو له امله، درې اروپايي هېوادونه، د امریکا په ملاتړ، اوس یو قوي حقوقي بنسټ لري چې د ماشي میکانيزم پيل کړي."

د علومو او نړیوال امنیت د انسټیټوټ مشر، ډیویډ آلبرایت، ویلي چې له نطنز څخه انتقال شوي کنگل کوونکي ډېر ارزښت لري، خو دا مهال د بریښنا د نشتوالي او د سانتریفیوژ فابریکې د بندیدو له کبله له کاره لوېدلي دي.

نوموړی زیاتوي: "دا انځورونه قوي شواهد وړاندې کوي چې د نطنز یورانیمو غني‌کوونکې فابریکه، د ۱۲ ورځنۍ جګړې له امله، لا هم تړلې ده."

متحده ایالتونه تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې د ایران اټومي پروګرام د ټولې نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی.

هغوی د ایران له خوا د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د بشپړې همکارۍ د نشتوالي، د ماشي میکانيزمد فعالولو لپاره کافي دلیلونه بللي و. دا میکانيزم نړیوال بندیزونه بیا راژوندي کوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې باربارا وودوارد ویلي چې ایران اوس هم د یورانیمو د غني کولو هڅو ته دوام ورکوي، او درې اروپايي هیوادونه (فرانسه، جرمني، بریتانیا) مجبور شوي چې د میکانيزم ماشه فعاله کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG