ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سهشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۶مه، د خپل دوهم رسمي سفر په ترڅ کې بریتانیا ته لاړ شي.
تمه کېږي چې د دې سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو مشران د ټکنالوژۍ او هستهيي انرژۍ په برخو کې یو لړ دوهاړخیز تړونونه لاسلیک کړي.
ټرمپ به د سهشنبې ماښام بریتانیا ته ورسېږي، او د چارشنبه په ورځ به د بریتانیا پاچا چارلز او ملکه کمیلا له ځانګړو تشریفاتو سره له هغه هرکلی وکړي.
د سفر په ترڅ کې، ولسمشر ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا له صدراعظم، کییر ستارمر، سره هم وګوري، او په همدې ورځ به ناوختي د یوې ګډې خبري ناستې له لارې خپل سفر پای ته ورسوي.
تمه ده چې دواړه مشران د هستهيي انرژۍ په برخه کې یو مهم توافق هم لاسلیک کړي.
ستارمر په یوه رسمي بیان کې ویلي دي:
"موږ، له متحده ایالاتو سره یوځای، د هستهيي انرژۍ یوه زرینه دوره پیلوو، چې دواړه هېوادونه به د نوښت او نړیوالو پانګونو په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای کړي."
ټرمپ او ستارمر د روان کال په لومړیو کې د دوهاړخیزو سوداګریزو اړیکو هوکړه هم کړې وه.
وروسته له هغې چې امریکا پر خپلو تجارتي شریکانو تعرفې ولګولې دا ددې ډول تړونونو لومړی مورد ګڼل کېږي.
د لندن او واشنګټن تر منځ له شوې هوکړې سره سم، متحده ایالتونو ژمنه کړې چې پر بریتانوي موټرو، فولادو او المونیمو خپلې تعرفې راکمې کړي.
دا د ټرمپ د دویمې دورې پر مهال بریتانیا ته د هغه دوهم سفر ګڼل کیږي. نوموړی د جولای په پای کې هم سکاټلنډ ته تللی و.
فورم \ دبحث خونه