د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د یوې اوکراینۍ کډوالې په وژل کیدو بیلابیل غبرګونونه


ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

د یوې ځوانې اوکراینۍ نجلۍ تر وژل کېدو وروسته، چې د شمالي کارولینا ایالت په شارلوت ښار کې په یوه اورګاډي کې ووژل شوه، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ او د هغه د ادارې یو شمېر نورو چارواکو پر دې پېښې غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل:"ما د هغې ځوانې، ښکلې او بې‌ګناه اوکراینۍ نجلۍ زړه بوږنونکې ویډیو ولیدله، چې د اوکراین له ویجاړوونکي جنګ څخه د تېښتې په موخه امریکا ته راغلې وه، او په شارلوت ښار کې یې په اورګاډي کې سفر کاوه، خو په وحشیانه توګه د یوه رواني لیوني له خوا برید پرې وشو."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه:"برید کوونکی یو پېژندل شوی پخوانی مجرم و، چې څو څو ځلي یې په جرم لاس پورې کړی و او مخکې تر دې د جنورۍ په میاشت کې نیول شوی هم و، خو په ضمانت خوشې شوی و."

نوموړي ټینګار وکړ چې دغه کس «ټولټال ۱۴ ځلې نیول شوی و."

ټرمپ وپوښتل:"یوه داسې کس چې دومره اوږده جنایي سابقه لري، ولې باید په اورګاډي کې سپور وي او په آزاد ډول په کوڅو کې وګرځي؟"

د امریکا ولسمشر وویل:"دغه شان مجرمین باید په زندان کې وساتل شي."

بل‌خوا، د امریکا د فدرالي حکومت د ترانسپورت وزیر، شان ډافي، فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل:"شاید اوس وخت رارسېدلی وي چې د فدرالي ترانسپورټ بودیجې یوه برخه بېرته واخلو، ځکه زه فکر نه کوم چې امریکايي مالیه ورکوونکي دې د داسې بې‌کوره او مجرمو خلکو لپاره پیسې ورکړي چې ۲۳ کلنو نجونو ته زیان رسوي"

هغه زیاته کړه چې د ولسمشر لیدلوري سره هم نظره دی او باور لري چې د فدرالي حکومت له لوري تمویل کېدونکي ترانسپورتي سیستمونو کې جرم باید هېڅکله ونه زغمل شي.

هغه همداراز وویل، که ښاروال نشي کولای چې اورګاډي او بسونه خوندي وساتي، نو ښایي د مالیه ورکوونکو د پیسو مستحق هم نه وي.

د فدرالي پولیسو (FBI) مشر، کش پټل، هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې FBI د دې قضیې پر تحقیق بوخت دی او د خپلو څېړنو پایله به اعلان کړي.

ټرمپ څو ځلې د امریکا د بېلابېلو ښارونو د خوندي کولو پر اړتیا ټینګار کړی، او له همدې کبله یې واشنګټن ډي‌ سي ته ملي ګارد او نورو فدرالي ځواکونه لیږلي څو د دوي په مرسته يې خوندي کړي، خو په وړاندې یې د ډېموکراتانو له خوا سخت انتقاد شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG