د بریتانیا پاچا درېیم چارلس به د روانې میاشتې په وروستیو کې په یو رسمي دولتي سفر واشنګټن ته راځي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې پاچا به د اپرېل په ۲۸مه په دولتي مېلمستیا کې ګډون وکړي.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټروت سوشل حساب کې لیکلي: «زه له پاچا سره د لیدو ډېر لېوال یم، چې ورته ډېر درناوی لرم. دا به ډېر په زړه پورې وي!»
دا سفر د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې سره هممهاله کېږي، چې دواړه حکومتونه وایي دا به د سفر د پیغام مهمه برخه وي، او پر ګډ تاریخ او معاصرو اړیکو به ټینګار وکړي. تمه ده چې چارلس به د امریکا کانګرس ته وینا هم واوروي.
دا به په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې یو د بریتانیا پاچا د امریکا د قانون جوړوونکو ګډې غونډې ته وینا کوي.
خو دا سفر، چې اټکل کېږي د اپرېل له ۲۷مې تر ۳۰مې پورې وي، په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بریتانیا او د ناټو پر نورو متحدینو سختې نیوکې کړې، ځکه هغوی د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي بریدونو د ملاتړ کچه محدوده کړې . تر اوسه شاهي کورنۍ په رسمي ډول د سفر مهالویش نه دی تایید کړی.
فورم \ دبحث خونه