د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پر اوکراین د روسیې دوامدار او زیاتیدونکي خطرناک بریدونه د توجیه وړ ندي


د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د سفیر مرستیاله، ټامي بروس، وایي د اوکراین پر وړاندې د روسیې دوامدار بریدونه، چې پکې په اټومي وسلو د سمبالو توغندیو وروستی استعمال هم شامل دی، خورا خطرناک دي او د توجیه وړ نه دی. دا پداسې حال کی ده چې د ټرمپ اداره له ټولو اړخونو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي.

بروس د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وویل: «موږ اوس د جګړې له پیل راهیسې تر بل هر وخت زیات یوې هوکړې ته نږدې شوي یو»، چې دا د امریکا په مشرۍ وروستیو دیپلوماتیکو هڅو او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مشرتابه او هڅو له برکته ده. »

هغې وویل:«سره له دې، روسیې پر اوکراین نور بریدونه پیل کړل، چې پکې په اتومي وسلو سمبال د اورېشنیک هایپرسونیک په نوم بالستیک توغندي هم شامل دي، چې د پولنډ او ناټو له پولې سره نږدې د اوکراین یوه سیمه یې په نښه کړه.»

اوکراین د دې غونډې غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې په تېره اونۍ کې د روسیې له خوا ورباندې د توغندیو سخت بریدونه وشول چې پکې د اورېشنیک قوي توغندي هم شامل و.

دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې امریکایي چارواکو په پاریس کې د اوکراین د متحدینو له ائتلاف سره په لیدنه کې، له روسیې سره د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته، د کییف لپاره په کلکه د امنیتي تضمینونو ملاتړ څرګند کړ.

بروس وویل:«موږ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او نورو ملکي زیربناوو د روسیې روان او زیاتېدونکي بریدونه غندو. دا بریدونه د سولې پر هدفونو ملنډې وهل دي، هغه موخې چې د نړۍ او د ولسمشر ټرمپ لپاره تر ټولو لوړه اهمیت لري.»

د سې‌شنبې په سهار، اوکراین وویل روسیې د هغه هېواد د انرژۍ تاسیسات د سختې یخنۍ په ترڅ کې د پراخو بریدونو په ترڅ کې په نښه کړل.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې روسیې په خپل وروستي برید کې نږدې ۳۰۰ ډرونونه، اتلس بالیتیک توغندي او ۷ کروز توغندي وکارول.

هغه وویل چې د کییف په ځینو سیمو کې سلهاو زره کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.

بروس د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې یادونه وکړه چې روسیې یو کال وړاندې د امنیت شورا هغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړې وه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې یې د روسیې له خوا پیل شوې جګړې ته د ژر تر ژره بندیدلو غوښتنه کوله.

هغې وویل:«ښه به دا وي چې روسیه داسې عمل وکړي چې د خبرو سره یې اړخ ولګوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG