د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې لومړی ځل د پوهنتونونو ترمنځ د والیبال سیالۍ


کابل کې د شپږو پوهنتونونو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ
کابل کې د شپږو پوهنتونونو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ

د افغانستان د والیبال فدراسیون وايي دا لومړی ځل دی چې دوی د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره کوي او هیله من دي چې وکولای شي یوه پیاوړې لوبډله جوړه کړي.

د والیبال د فدراسیون مرستیال عارف پیمان وايي دوی غواړي‌ چې په پوهنتونونو کې ورزش ته لا نور هم وده ورکړي او غوره لوبغاړي پیدا کاندي.

ښاغلی پیمان وايي "په دغو سیالیو کې ټولو محصلینو برخه اخیستې ده او موږ غواړو چې ددغو سیالیو په ترسره کولو سره په اکادمیکو ځایونو کې ورزش دود کړو".

په ورته وخت کې د ایمیل کلیوال په نوم یو لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې دوی د لومړي ځل لپاره په دغه راز سیالیو کې ګډون کړی دی او هیله لري چې په راتلونکې کې هم ورته پاملرنه وشي.

ښاغلی کلیوال وايي "دا یو ډیر ښه چانس دی هغو محصلینو لپاره چې له ځان څخه وړتیا ښکاره کړي چې د درس ترڅنګ کولای شي ورزش هم وکړي.

د شکبیب صورتګر په نوم یوه بل لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې په پوهنتونونو کې د ورزش کولو کلتور کمزوری شوی دی او هیله ده چې چارواکي ورته جدي پاملرنه وکړي.

دی وايي چې په پوهنتونونو کې د سیالیو ترسره کول یو ښه ګام دی او کولای شي چې د ورزش د پرمختګ لامل شي.

د کابل پوهنتون، ښوونې او روزنې، دعوت، د افغانستان امریکايي پوهنتون، کاردان او پولي تخنیک هغه لوبډلې دي چې د پوهنتونونو ترمنځ د والیبال په سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

کرکټ

د افغانستان د کرکټ د ۱۶ کلنو لوبډلې په آیلیت کپ سیالیو کې د ګډون په هدف د قطر په لور روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله به په قطر کې له کوربه هیواد ، کویټ ، ایران او هانګ کانګ لوبډلو پروړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغانستان د ۱۶ کلنو د کرکټ لوبډله به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۳ نیټه خپله لومړۍ لوبه له ایران سره ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG