د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شو


د جمهور رئیس ټرمپ مرستیال مایک پنس ته په سپینې ماڼۍ کې د کرونا ضد واکسین ورکړل شو.
د جمهور رئیس ټرمپ مرستیال مایک پنس ته په سپینې ماڼۍ کې د کرونا ضد واکسین ورکړل شو.

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس ته نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) ته پداسې حال کې د کرونا ضد واکسین د پیچکارۍ د لارې ورکړل شو . دا مراسم په تلویزیون خپریدل.

ښاغلي پنس د واکسین کیدو نه وروسته وویل چې د دې کار هدف یې په واکسین د خلکو باور پیدا کول دي.

د جمهور رئیس مرستیال ته واکسین په سپینه ماڼۍ کې ورکړل شو. مایک پنس وویل، " ما د هیڅ شي احساس ونکړ".

د ښاغلي پنس تر څنګ د هغه میرمن کیرن او د امریکا د عامې روغتیا تر ټولو جګپوړي چارواکي عمومي جراح جیرو ایډمز ته واکسین ورکړل شو.

دغو درې واړو ته د فایزر-بایونټیک جوړ شوی واکسین وشو.

په مراسمو کې د امریکا د انتاني ناروغیو د ادارې مشر ډاکټر انتوني فوچي او د ناروغیو د کنټرول د مرکز مشر رابرټ ریډفیلډ هم حاضر و.

خو پخپله جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په مراسمو کې برخه نه وه اخیستې او نه یې هم په ټویټر کې پدې هکله څه ویلي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کیلي مکینني ویلي چې جمهور رئیس به هغه وخت واکسین شي چې روغتیایي ټیم یې مناسب وبولي. میرمن مکینني زیاتوي چې د " هغه لومړیتوب د لومړنیو کرښو کار کوونکي او هغوي دي چې د روغتیایي مرکزونو کې کار کوي دي".

سره لدې چې د کرونا ویروس د امریکا په متحده ایالاتو کې تر اوسه د ۳ سوو نه ډیر کسان مړه کړي خو جمهوري غوښتونکي د دې بیمارۍ د جدیت په هکله بیلا بیل نظرونه لري.

ښاغلي ټرمپ په چټکه توګه د واکسین جوړیدل او خلکو ته ورکول ستایلي دي. هغه نن د جمعې په ورځ سهار وختي د دویم واکسین د جوړیدو په هکله په ټویټر کې ولیکل چې د مودرینا واکسین په " بې سارې توګه منظور شوی او ډیر ژر به وویشل شي".

ټاکل شوې چې منتخب جمهور رئیس جو بایډن به هم ډیر ژر په عامه توګه د کرونا ضد واکسین شي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال په همدې میاشت کې په چین کې پیدا شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو او سیمو کې خپور شوی.

د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې دې وبا تر اوسه په ټولې نړۍ کې د جمعې تر ورځې، ډسمبر ۱۸ ( لیندۍ۲۸) د ۷۵ ملیون نه ډیر کسان نیولي او د یو ملیون ۶۶۵ زره نور یې مړه کړي.

د کرونا وبا د ټولو نه ډیره د امریکا متحده ایالات ځپلي دي. کرونا په امریکا کې تر اوسه ۳۱۱ زره کساه مړه کړي او ۱۷.۲ ملیونه پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG