د لاس رسي وړ اتصالات

د واګنر ډلې مشر: د اوکراین په ځوابي‌ بریدونو کې روسي پوځیان شاتګ ته اړ شوي


د واګنر ډلې مشر، یوګني پریګوژین
د واګنر ډلې مشر، یوګني پریګوژین

په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګېدونکې ډلې "واګنر" مشر یوګني پریګوژین، د جمعې پر ورځ د جون ۲۳مه ( چنګاښ دویمه) وویل چې د اوکرایني ځواکونو له ځوابي برید وروسته د اوکراین له ختیځ او سویلي سیمو څخه د مسکو ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي.

د پریګوزین دغه څرګندونې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغو وروستیو ارزونو سره په ټکر کې دي چې ادعا یې کړې وه چې اوکرایني ځواکونه د "لویو" مرګ ژوبلو سره مخ دی او جګړه آرامه شوې ده.

خو د روسیې د ولسمشر د دې ادعا برعکس، د واګنر ډلې مشر په ټولنیزو رسنیو کې ویلي: "روسي ځواکونه اوسمهال د زاپروژیا او خرسون په ډګر کې شاتګ کوي، ځکه اوکرایني ‌ځواکونو شاتګ ته اړ کړي دي."

تېر کال د سپټمبر پر ۳۰مه، مسکو ادعا کړې وه چې د زاپروژیا او خرسون سویلي سیمې یې سره له دې چې پر دغه سیمو بشپړ کنټرول نه نلري، سره یو ځای کړي دي. د رپوټونو پر بنسټ، په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو په دغو سیمو کې لږ پرمختګ درلودلی دی.

پریګوژین د روسیې پوځي او سیاسي مشرتابه ته په اشارې سره وویل: "موږ په وینو کې لمبیږو. کمکي ځواکونه نه رالیږل کیږي. هغه څه چې دوی یې موږ ته وایي، هغه یو غټ چل او دوکه ده."

د کریملین دغه نږدې ملاتړ چې د لویدیځ له خوا پرې بندیزونه لګول شوي او په اوکراین کې د روسیې په پوځي عملیاتونو کې یو له مخکښو څېرو څخه دی، تل د مسکو پر پالیسیو سختې نیوکې کوي.

هغه زیاته کړه: "ولې ځانګړي پوځي عملیات پیل شول؟ ... آیا دغه جګړه د یوې ډلې احمقانو لپاره اړینه وه."

نوموړي تیر کال د روسیې د زندانونو څخه لیدنه وکړه ترڅو بندیان په دې قانع کړي، که چیرې له دغې ډلې (واګنر) سره د اوکراین په جګړې کې برخه واخلي، نو ددغه کار پر وړاندې او د جګړې څخه د بیرته ستنیدو په صورت کې به د هغوي د بند پاتې موده بښل کیږي.

د هغه ځواکونو د دونیتسک سیمې او د باخموت په نیولو کې چې د روسیې تر ټولو اوږده او ممکنه خونړۍ جګړه وه رغنده رول لوبولی دی.

د پریګوژین دا څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې د اوکراین په سویلي او ختیځو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا د بریدونو په ګډون، په نیول شویو برخو کې جګړې زور اخیستې دی.

راکټي بریدونو

بلخوا اوکرایني ځواکونو د جمعې په ورځ،‌ جون ۲۳ (چنګاښ دویمه) وویل چې،‌ تیره شپه یې د روسیې لخوا ۱۳ توغول شوي کروز توغندی رانسکور کړي،‌ کوم چې ددغه هیواد په لویدیځ کې یې یو هوایی ډګر په نښه کړي وو.

د اوکراین هوايي ځواک په یوې اعلامیې کې ویلي:"د جون په ۲۳ مه، د اشغالګرو دیارلس کروز توغندي له منځه یوړل شول... د دې ځل هدف د خملنیتسکي په سیمه کې، پوځي هوايي ډګر و".

د هوايي ځواک په خبرپاڼه کې راغلي: " دغه کروز توغندي د څلورو Tu-95MS بم غورځونکو الوتکو له خوا د شپې په نیمايي کې له کسپین سمندرګي څخه وتوغول شول. "

تر یادو بریدونو وروسته، د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې، روسي ځواکونو د اوکراین د وسلو زیرمې د اوږد واټن توغندیو پر مټ په دقیقه توګه په نښه کړي او "ټول ټاکل شوي هدفونه یې ویشتلي دي".

XS
SM
MD
LG