د لاس رسي وړ اتصالات

د واخان موضوع؛ طالبان: هیڅ ډول ستونزه نشته


د طالبانو حکومت دفاع وزارت، د پاکستان لخوا په واخان کې د ځينو سیمو لاندې کولو په اړه راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې د بدخشان په ګډون د هیواد ټولې سرحدي سیمې او فرضي کرښې د دوی تر واک لاندې دي.

دفاع وزارت ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د «اوازو» په اړه د دوی یو پلاوي د وضعیت څېړلو لپاره دې سیمو ته ورغلی او کتلي یې دي.

د طالبانو دفاع وزارت د پنجشې په ورځ جولای ۲۸ (زمري شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دغه پلاوی چې د «عمر ثالث فرقې» د اتمي سرحدي لېوا مسؤلینو او شمېر نور طالب سرتیري پکې شامل و د وضعیت څیړلو په موخه د واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو تللي و.

په دغه بیان کې ویل شوي: "دا مهال د بدخشان او د هېواد نورې سرحدي سیمې او فرضي کرښې د مجاهدینو تر واک لاندې دي او هیڅ ډول ستونزه نه لیدل کیږي."

څه موده وړاندې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې پاکستان د واخان له لارې تاجیکستان د سوداګریزې لارې جوړېدو غوښتنه کړې وه.

په ټولنیزو رسنیو په رامنځته شوو بحثونو کې ویل کیږي چې پاکستان د واخان په سیمه کې د افغان خاورې له لارې غواړي مرکزي اسیا ته سوداګریزه لار پيدا کړي.

بلخوا له تیرې ورځې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لیدل کیږي چې یو شمېر طالب سرتیري په واخان کې پر افغان خاوره د پاکستان جوړې شوي کانګرېټي څلی نړوي.امریکا غږ په مستقله توګه نشي د دې ویډیو ریښتینولي نشي تائیدولی او دا هم نشي تائیدولی چې دغه ویډیو څه وخت او چیرته جوړه شوې.

د معلوماتو په اساس پاکستان دغه څلې له صفري فرضي کرښې څخه ۴۰۰ متره دننه په افغان خاوره کې جوړ کړي و. خو طالب چارواکو تر دا مهاله ددغه ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په نننۍ اعلامیه کې همدارنګه ویلي: "د دغه سفر په لړ کې د عمر ثالث فرقې او اتمې سرحدي لوا مسوولینو د واخان ولسوالۍ د "بورغيل" کرښې څخه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله ده، لیدنه وکړه او په دغو سیمو کې د مېشتو سرحدي ځواکونو نه يې د امنیت ټېنګښت او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو او ډاډ حاصلولو په خاطر قدرداني او مننه وکړه."

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دوی له ټولو ګاونډیانو سره ښه ګاونډیتوب ته ژمن دي او په خبره یې د هیواد پر خاوره د تیري په صورت کې به له خپلې لوېشت لوېشت خاورې څخه دفاع کوي.

د طالبانو حکومت ویاندویانو تر دې مخکې هم ویلي و چې له هیچا سره د واخان په اړه خبره نه ده شوې. پاکستان هم تر دا مهاله رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG