د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان او زابل کې جګړه؛ طالبانو دولت شاه ولسوالۍ نیولې


ارشیف
ارشیف

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړه چې د دولت شاه ولسوالۍ څخه حکومتي ځواکونه او پرسونل وتلي دي.

دغې سرچینې زیاته کړه چې دولت شاه ولسوالۍ د افغان ځواکونو له مقاومت پرته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۰ (غوايي ۳۰) خبریالانو ته وویل چې طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ نه ده نیولې او افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ څخه تاکتیکي شاتګ کړی دی.

احمدزي وویل: "زموږ ځواکونه هلته په خپل قوت سره شتون لري او همدا اوس زموږ په عملیاتو کې دښمن ته زیات تلفات هم اوښتي دي. د دولت شاه ولسوالۍ قدرمن ولس ته زموږ ډاډ دا دی چې ډېر ژر به ستاسو ځواکونه تر پخوا لا ځواکمن او په قوت سره په دغو سیمو کې ځای پر ځای شي".

خو د لغمان د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال امریکا غږ ته وویل چې طالبان نن سهار وختي د دولت شاه ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.

هغه وویل د یو جوړجاړي په پایله کې حکومتي عسکر له یو یو میل وسلې سره له ولسوالۍ وتلي او طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته دننه شوي شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي محمود امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او ځینو پوستو ته اور اچولی دی.

طالبانو ویلي چې نن سهار یې د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د افغان ځواکونو وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات یې نیولي دي.

په کلات ښار د طالبانو برید

افغان امنیتي مقامات وايې چې د زابل د مرکز کلات ښار پر امنیتي کمربند د وسله والو طالبانو برید په شا تمبول شوی او دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د زابل یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل طالبانو تیره شپه د کلات ښار په امنیتي کمربند برید وکړ چې په کې د عملیاتي کنډک د رئیس ارکان محمد نسیم توخي په ګډون ۷ پوليس وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي.

د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي خبریالانو ته وويل چې په جګړه کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو هغه د وژل شویو او ټپي کسانو دقیق شمېر څرګند نکړ.

مل پاسوال صمیمي زیاته کړه: "وسله والو د پوليسو پر یوه مرکز ډله ییز برید وکړ چې زموږ ګډو قواوو يې پر وخت پر وړاندي غبرګون وښود ۱۴ تنو ته يې مرګ ژوبله اوښتې او زموږ د پوليسو مرکزونه پر خپل ځای دي".

وسله‌والو طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د زابل په مرکز کلات ښار باندې بریدونه زیات کړي دي.

د کلات پر ښار د وسله والو طالبانو بریدونه له تیري یوې میاشتي راهیسې زیات شوي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو په کلات ښار، شاه جوی، شینکۍ او ارغنداب ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل کړي دی.

هغه وویل: " "له پرون ورځې راهیسې د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې ۳۱ تنه وسله وال په ارغنداب او شاه جوی ولسوالیو کې وژل شوي اوس هم زموږ عملیات په سیمه کې دوام لري".

وسله والو طالبانو د کلات ښار پر امنیتي کمربند د تیري شپې د برید مسئولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته په لیږلي بیان کې يې ادعا کړې چې د پوليسو ۲ وسایط یې هم له ځان سره وړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG