د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې جګړې؛ د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان چاودنه کې وژل شوی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د غزني سیمه ییز چارواکي وایي د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان رحمت الله مبارز د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده نن جمعه اپرېل۲۳ (غويي ۳) امریکاغږ ته وویل چې د هغه پر موټر نن سهار د ده ‌‌‌یک ولسوالۍ او غزني ښار ترمنځ لار کې د ماین چاودنه شوې، نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

ښاغلي جمعه زاده همدارنګه زیاته کړه چې تېره شپه غزني ښار ته نژدې «اسفنده» سیمه کې په یو شمېر وسله وال طالبان چې د افغان ځواکونو پر پوځي مرکز یې د برید پلان درلود هم هوايي برید شوی دی.

د نوموړي په وینا په دغه هوايي برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه موټر او پوځي مهمات یې تخریب شوي دي.

هغه د غزني ولایت په اندړ، قره باغ، مقر او دهیک ولسوالیو کې هم د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې تائید کړې، خو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

بلخوا د غزني د ولایتي شورا یو غړی امان الله کامراني وايي چې تیره شپه د غزني ولایت په شپږو ولسوالیو کې جګړې شوي دي او په وینا یې قره باغ، آب بند او اندړ ولسوالۍ له تیرې یوې اونۍ محاصره دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG