د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د قره باغ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو پراخ بریدونه


د غزني امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه له څو اړخونو د یاد ولایت پر قره باغ ولسوالۍ بریدونه کړي چې اوس هم روان دي.

د قره باغ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مرستیال رمضان زیرک نن چهارشنبه اپرېل ۱۴ (وري ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو د یادو بریدونو پر مهال د ولسوالۍ زیاتې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او اوس مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر محاصرې لاندې دی.

ښاغلي زیرک زیاته کړه چې د افغان هوايي ځواک په رارسېدو سره جګړه ورو شوې، خو ویې ویل چې وسله وال طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته نژدې د خلکو په کورونو کې مرکزونه نیولي دي.

هغه وویل چې په دغه ولسوالۍ کې پر افغان سرتیرو د محاصرې کړۍ تنګه شوې او په وینا یې طالبانو ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې په ماینونو ډکې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو له شپږم کنډک سره اړیکه قطعه شوې ده.

خو د غزني د پولیسو ویاند فهیم امرخېل امریکا غږ ته ویل چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو برید دفع شوی او وايي، د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ورته درانه تلفات رسېدلي دي.

امرخېل وویل چې ټاکل شوې یادې ولسوالۍ ته تازه دمه کمکي سرتیري واستول شي او ټينګار یې وکړ چې طالبان هلته د یوې امنیتي پوستې د سقوط توان هم نه لري.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG