د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د کندهار ډنډ ولسوالي بیرته له طالبانو ونیول شوه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

افغان چاروکي وايي چې د کندهار ډنډ‌ والسوالي افغان ګډو ځواکونو نن سهار بیرته تر خپلې ولکې لاندي را وستل.

امنیتي مقامات وايي چې د ډنډ ولسوالۍ په بیرته نیول کیدو سره د کندهار ښار د سقوط خطر په بشپړه توګه لمنځه تللی.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی نن جمعه اګست شپږمه (زمري ۱۵) امریکا غږ ته وويل چي د ډنډ‌ ولسوالۍ د نیول کیدو پوځي عملیات نن سهار وختي پيل شوي.

نوموړي وويل: "زموږ ګډ ځواکونه همدا اوس د ولسوالۍ مرکز ته ورسیدل او ټول دولتي‌ تاسیسات یې تر خپل کنټرول لاندې را وستل جزئیات به یې وروسته درسره شریک شي."

ډنډ د کندهار ښار په جنوبي څنډه کې ښار ته نږدې ولسوالي ده چې درې اونۍ وړاندي‌ یې سقوط کړی و.‌

د وسله والو طالبانو لاس ته د نوموړي ولسوالۍ له لوېدو سره سم د کندهار ښار په اوو حوزو کې وسله والو طالبانو حضور پيدا کړ چې ور سره سم د کندهار ښار د امنیت په اړه هم زیاتي اندېښنې را پیدا شوې.

د کندهار والي روح الله خانزاده امریکا غږ ته وويل چې تر یوې اونۍ پوري به د کندهار ټولې حوزې او ښار ته نږدې پرتې ولسوالۍ په بشپړه توګه امن شي.‌

ده وويل: "زه د کندهار خلګو ته ډاډ ور کوم چې زموږ سختي شپې نوري تیري شوي او‌ ژر به تر ډنډ‌ وروسته پنجوايي ته هم زموږ عملیات ادامه پيدا کړي او ښار به بیرته عادي حالت ته را وګرځي."

د کندهار له نا امنیو څخه اوس یوه میاشت پوره کیږي چې درنه جګړه پکښې پيل شوې. د کندهار ښار د جګړو له کبله تر ۳۰ زره زیاتي د ښاري ناحیو اوسیدونکي‌ کورنۍ له خپلو کورونو څخه کډوال شوي.

سره له دې چې افغان ګډو ځواکونو د ډنډ ولسوالۍ نن بیرته تر دولتي حاکمیت لاندې را وستل خو لاهم د ښار په ګاونډ‌ کې دوې نوري ولسوالۍ پنجوايي او ارغنداب د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندي دي.‌

د کندهار ښار اوسیدونکي وايي چې تر څو د ښار په ګاونډ‌ کې پرتې ولسوالۍ تر دولتي حاکمیت لاندې را نشي‌ د ښار په امنیتي حالت کې هم ممکن ډير بدلون را نشي.

بلي خواته نن سهار د کندهار د دامان ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال پاچاخان له یوه موټربم برید څخه روغ رمټ‌ وتلی خو دوه ساتونکي یې وژل شوي او دوه نور يې ټپیان دي.

خپله پاچاخان تر پېښې وروسته له امریکا غږ سره په خبرو کې پېښه تايید کړه خو نور جزئیات یې ور نکړل.

خو د کندهار د پوليسو یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل موټر بم برید په امنیه قومندانۍ کې دننه د یوه نفوذي کس له لوري شوی.

سرچيني زیاته کړه: "موټر بم د دامان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ کې د ننه ځای پر ځای شوی وو او د یوه نفوذي کس له لوري دا کار شوی نن سهار ۸ بجې يې چاودنه کړي امنیه قوماندان پاچاخان ته پکښې زیان ندی رسیدلی خو دوه ساتونکي يې وژل شوي‌ او دوه نور یې ټپیان دي."

د کندهار د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې.

د کندهار د عمومي امنیتي وضعیت د بدلون په موخه په یوه تازه ګام کې له ولسي مشرانو څخه غوښتل شوي چې د کندهار د ثبات لپاره له خپل اغېز څخه کار واخلي.

ولسي استازي وايي چې پدې برخه کې لویه ونډه د پخواني جمهور رئیس حامدکرزي ده چې د کندهار ټول ځايي او با نفوذه مشران يې د کندهار ثبات او امنیت د ټينګښت په یو ولسي پروګرام کې سره را ټول کړي.

په یاد حرکت کې د کندهار ځيني مطرح سیمه ییز سیاسي څېرې، ولسي استازي،‌ پخواني جهادي شخصیتونه، د پارلمان او ولایتي‌ شورا غړي شامل دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG