د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې د یرغل وروستی حال


پداسې حال کې چې روسیې پر اوکراین باندې خپل پوځي فشار نور هم زیات کړی او پدې هیواد کې یې یو شمیر نور اهداف هم بمبار کړي، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جینپینګ سره نن د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) ټیلفیوني خبرې وکړې.

د امریکا او چین ولسمشران پداسې حال دا ټلیفوني خبرې کوي چې څو ورځې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د ایټالیا په مرکز روم کې د چین د کمونسیت ګوند او د چین د حکومت له چارواکو سره د اوکراین په مسله خبرې کړې وې.

چین ښاغلي یایډن ته ویلي چې جګړه «د هیچا په ګټه نده». ښاغلي بایډن غواړي پر چین فشار راوړي تر څو پر روسیې باندې پر اوکراین باندې د یرغل په خاطر د لویدیځ، هیوادونو د غندنې له بهیر سره یوځای شي.

روسیې د اوکراین د الوتکو د ترمیم کارخانه ړنګه کړه

په اوکراین باندې د روسی ځواکونو د بریدونو په لړ کې روسي قواوو د اوکراین په لفیف ښار د هوایي ډګر ته نژدې د الوتکو د ترمیمولو کارخانه بمبار او ویجاړه کړې ده.

ددې ښار ښاروال اندریي سادوویي په خپله تیلګرام پاڼه لیکلي چې په برید کې ځاني تاوان ندی رسیدلی.

د اوکراین په لویدیځ کې د لویو ښار د ناټو تړون د غړي هیواد پولنډ د پولې په ۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د سولې خبرې په ټپه دریدلي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکرایني مقامات د خبرو په ټپه درولو تورن کړي دي، خو د جرمني د صدراعظم اولاف شولتس سره له تیلیفوني خبرو وروسسته يې ویلي چې مسکو د یو حل لارې موندلو ته تیار دی.

دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبرداری ورکړی چې روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره «هیڅ ډول معنی لرونکې هڅه» نده کړې.

د جنګي جنایتونو ادعاوې

ښاغلی بلینګن وایي پدې باور دی چې پر اوکرایني ملکي وګړو باندې په برید سره روسیې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

اروپایي ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وروسته له هغې چې اوکراین وویل روسي ځواکونو په ماریوپول ښار کې یو تیاتر بمباري کړی، مسکو په «سختو سرغړونو او جنګي جنایتونو» باندې تورن کړ.

دا پداسې حال کې دي چې د روسیې د دفاع وزارت وایي، روسي ځواکونه او د هغوی ملاتړي اوکرایني جلاغوښتونکي د ماریوپول ښار په مرکز او په لوګانسک کې په جګړه بوخت دی.

اوکرایني مهاجر

د پولنډ سرحدي ځواکونه وایي د فبرورۍ له ۲۴ څخه چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی څه دپاسه دوه میلیون اوکراینیان دې د اورپایي ټولنې دغه غړي هیواد ته ورغلي دي.

د هغوی په وینا اکثر دغه مهاجر ښځې او ماشومان دي.

پدې ترڅ کې کاناډا اعلان کړی چې هغو اوکراینیانو ته چې د روسیې له یرغل څخه تښتي د دریو کلونو پورې د موقتي اوسیدنې اجازه لیکونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG