د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې د پوځي برید وروستی حال


په اوکراین کې روسي ځواکونه
په اوکراین کې روسي ځواکونه

پداسې حال کې چې سبا د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۴ پر اوکراین د روسیې د برید درې میاشتې پوره کیږي، ددې خونړۍ جګړې پای لا هم ناڅرګنده ده.

د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرنا ویریشچوک د شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوایي دریمه) وویل چې اوکراین به نن غرمه بیا هڅه وکړي چې د محاصره شوي ماریوپول ښار څخه ملکي وګړي وباسي. دغه ویجاړ شوی ښار اوس تر ډیره حده د روسي ځواکونو تر کنترول لاندې دی.

روسیې د ماریوپول له ځواکونو وغوښتل چې تسلیم شي

د روسیې دفاع وزارت وایي دوی د ازوفیستال د فولادو په فابریکه کې د بشري اوربند لپاره تیار دي که د کیف سرتیري هلته تسلیم شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي: «د اوکراین د وسله وال پوځ ټول سرتیري، د ملي لیواګانو ملیشه قواوي او بهرني جنګیالي چې وسلې پر ځمکه ږدي، ژوند یې خوندي دی، د نړیوال قانون په اساس به ورسره سم چلند وشي او ښه درملنه به یې وشي.» ښاغلي پوتین زیاته کړې چې « خو د کیف رژیم نغواړي چې له دغه فرصت څخه استفاده وشي.»

انتوني ګوتریش غواړي د پوتین او زیلینسکي سره وګوري

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش راتلونکې اونۍ په مسکو کې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري او تر هغه وروسته په کیف کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره وګوري.

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي ګوتریش به د سه شنبې په ورځ د پوتین او د پنجشنبې په ورځ د زلینسکي او د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر سره وګوري.

ښاغلي ګوتریش په ټویټر کې لیکلي، "مونږ د ژوندونونو د ژغورلو، د انسانانو د کړاوونو پای ته رسولواو په اوکراین کې د سولې د راتګ لپاره عاجلو اقداماتو ته اړتیا لرو. "

د امریکا په نوښت جرمني کې د اوکراین د امنیت په اړه غونډه

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) خپلو ۴۰ متحدینو ته بلنه ورکړې چې راتلونکې اونۍ په جرمني کې د اوکراین د اوږدمهاله امنیتي اړتیاو په هکله غونډه وکړي.

د پنتاګون ویاند جان کربي وویل چې د شلو هیوادونو – ناټو او غیر ناټو- د دفاع وزیرانو او لوړپوړو جنرالانو د سه شنبې د ورځې د غونډې لپاره بلنه منلې ده.

روسیې د خپلې ډوبې شوې کښتۍ په اړه چوپتیا ماته کړه

روسیې د اوکرایني ځواکونو په واسطه د مسکووا په نامه ددې هیواد د ډوبې شوې پوځي کښتۍ په اړه چوپتیا ماته کړه او وویل چې ددې کښتۍ یو عمله مړ شوی او ۲۷ تنه نور بې درکه دي.

دا د تیرې اونۍ راهیسې چې دغه میزایل لیږدونکې کښتۍ ډوبه شوې د پیښې په اړه مسکو لومړنی اعتراف دی.

د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیه راغلي چې: «د اپریل په ۱۳ د اورلګیدنې په نتیجه کې د مسکووا میزایل لیږدونکې کښتۍ د مهماتو د چاودنو په وجه سخته زیانمنه شوی ده.»

په روسیه کې یو شمیر مخالفین زنداني شوي

د کریملین د مخالفینو د ځپلو او چوپولو د لړۍ په ترڅ کې روسي مقاماتو د حکومت مخالف سیاستوال ولادیمیر کارامورزا، «بهرنۍ جاسوس» وګاڼه او د محکمې د پریکړې دمخه یې زنداني کړ. پر هغه تور لګول شوی چې په اوکراین کې د روسیې د پوځ د اهدافو په اړه یې غلط معلومات خپاره کړي.

تر زنداني کیدو وروسته د مسکو د بسماني ولسوالۍ محکمې د کریملین دغه ۴۰ کلن مخالف سیاستوال د جون تر ۱۲ پورې په بند محکوم کړ.

XS
SM
MD
LG