د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: غزه کې جګړې د قطحۍ خطر رامنځته کړی


غزه کې د اکتوبر د اوومې راهیسې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه روانه ده.
غزه کې د اکتوبر د اوومې راهیسې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه روانه ده.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ دسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) د امنیت شورا د یوې پلان شوې رایې اچونې وړاندې، خبرداری ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د سرائیل او حماس روانه جګړه د غزې اوسېدونکي د قطحۍ پر لور بیايي.

ټاکل شوې چې د امنیت شورا د جمعې په ورځ د غزې په اړه پر یو پریکړه لیک رایه اچونه وکړي. په دغه پریکړه لیک کې غزې ته د مرستو د زیاتولو غوښتنه شوې خو د اوربند یادونه نده شوې.

په غزه کې په روانه جګړه کې د وقفې لپاره جلا دپلوماتیکې هڅې روانې دي.

په داسې حال کې چې مرستندویه کارکوونکو په غزه کې اوسني شرایط د اندېښنې وړ بللي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا اونۍ د غزې د جګړې په اړه د یو پرېکړه لیک د مسودې پر سر په خبرو کې بنده پاتې وه.

د فرانس پرس له خوا لیدل شوې وروستۍ مسوده "په سمدستي، خوندي او بې خنډه بشردوستانه مرستو رسولو ته د اجازې ورکولو لپاره د بیړنيو ګامونو غوښتنه کوي، او غواړي چې د دوامدارې جګړې د پای ته رسیدو لپاره شرایط رامنځته شي."

په مسوده کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه نه ده شوې.

اسرائیل د متحده ایالاتو په ملاتړ په پرېکړه لیک کې د اوربند له غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ خبریالانو ته وویل چې که پرېکړه لیک په اوسني شکل وړاندې شي نور واشنګټن به یې ملاتړ وکړي.

اسرائیل په غزه کې د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د حماس وسله والو پر اسرائیل په یو برید کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل په عملیاتو کې تراوسه لږترلږه ۲۰ زره کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د دواړو خواو ترمنځ د یوې اونۍ د اوربند په ترڅ کې، حماس له سلو زیات یرغمل خوشې کړل. چارواکي وايي سل نور یرغمل لاتراوسه د حماس په ولکه کې دي او اسرائیل یې د ازادولو هڅه کوي.

متحده ایالات هڅه کوي چې د اسرائیل حماس د جګړې د ختمیدو په اړه د طرحې د متن لهجه بدله کړي. بل مهم اختلافي ټکی غزې ته د تلونکو لارۍ موټرونو کتل دي څو ډاډ رامنځ ته شي چې یوازې بشري مرستي لیږدوي. اوسنۍ طرحه د ملګرو ملتونو په رول ټینګار کوي هغه ټکی چې احتمالا اسرائیل ورسره مخالف دی.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا نسیبه وایي: "زما په اند هغه هېوادونه چې په دې کې ونډه لري د دپلوماسۍ په لوړه کچه بوختې دي څو داسې یو متن ترلاسه کړي چې عملي تاثیر ولري. دپلوماسي وخت نیسي."

متحدو ایالتونو دوه مخکیني پریکړه لیکونه چې د عاجل بشر دوستانه اوربند غوښتنه یې کړې وه، د حماس د بیا راجوړیدو د اندیښنو په خاطر رد کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، دوی اوري چې ډیر هیوادونه ددې جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه کوي او د امریکا په ګډون ټول همدا غواړي.

بلینکن وویل: "خو زه وینم هیڅوک له حماس څخه نه غواړي چې د ملکيانو تر شا مه پټیږئ، خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدئ‌، ځانونه تسلیم کړئ. سوله به سبا وشي که حماس دا کار وکړي."

خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي تر هغه به جګړه ونه دروي څو چې د اسرائیل نظامي اهداف نه وي ترلاسه شوي.

نتنیاهو وویل: "د حماس له منځه وړل، زموږ د برمته شویو ازادېدل او له غزې څخه د تهدیداتو ختمیدل. د حماس ټول ترهګر، له لومړي څخه تر اخره به ټول مري. هغوی یوازې دوه انتخابه لري: تسلیمیدل یا مرګ."

خو د نتنیاهو حکومت د څه باندې ۱۰۰ پاتې برمته شویو کسانو د خپلوانو او عزیزانو له زیاتیدونکي فشار سره مخ دی، هغوی غواړي چې له حماس سره یو نوی تړون وشي او برمته شوي کور ته ستانه شي.

حماس هم د نورو برمته شویو د خلاصیدو لپاره خپل شرایط ایښي دي چې د اوربند غوښتنه هم پکې شامله ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG