د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سیلاب ځپلو سیمو کې د ککړو اوبو له کبله ناروغۍ خپرې شوي


د پاکستان د عامې روغتیايي چارواکو نن پنجشنبې اول سپتمبر (وږي ۱۰مه) د دغه هېواد په سېلاب ځپلو سیمو کې د ککړو اوبو له امله د ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړ.

په دغه هېواد کې د سختو سیلابونو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د حکومت له لوري په جوړو شویو موقتي کمپونو کې د نس ناستي او پوستکي ناروغۍ او د سترګو انتانات په پراخه کچه د خپرېدو په حال کې دي. په دغو کمپونو کې نږدې نیم میلیون بې ځایه شوي خلک اوسیږي.

چارواکو وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د سند په ایالت کې چې سیلابونو سخت ځپلی، د نس ناستي لږ تر لږه ۹۰ زره پېښې ثبت شوي دي. هغوی وايي، هڅه کوي سلګونه زره سیلاب ځپلو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

تر دې دمه په پاکستان کې سیلابونو ۱۱۹۱ کسان وژلي، او له ۳۳ میلیونو زیات انسانان يې اغېزمن کړي دي.

که څه هم اوس ددغه هېواد په ډېرو برخو کې سېلابونه په کمېدو دي، خو د سند ایالت ډېری سیمې لا هم تر اوبو لاندې دي. په دغه ایالت کې نژدې نیم میلیون سیلاب ځپلي په مرستندویه کمپونو کې ژوند کوي.

د سند ایالت د روغتیا وزیره ډاکټر عذرا فضل پیچوهو وايي، د زخمیانو د درملنې لپاره یې زرګونه روغتیايي کمپونه جوړ کړي او ګرځنده روغتیايي ډلې هم د خلکو په درملنه بوختې دي.

په هغو کسانو کې چې په سیلاب ځپلو سیمو کې له ډیر خطر سره مخامخ دي، میندوارې میرمنې دي. د ملګرو ملتونو د نفوسو د ادارې د راپور له مخې، د سېلابونو له امله ۶۵۰ زره میندواره مېرمنې اغېزمنې شوې دي، چې په دې کې ۷۳ زره هغه مېرمنې هم شاملې دي چې په راتلونکې میاشت کې د ولادت دپاره روغتیايي خدمتونو ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي، په پاکستان کې ۶.۴ میلیونه سیلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په پاکستان کې د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۶۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش وویل: "پاکستان په کړاو کې ډوب دی، په میلیونونو خلک بې کوره شوي، ښوونځي او روغتیايي اسانتیاوې له منځه تللي، د خلکو کار او ژوند تباه شوی، زیربناوې او د خلکو هیلې له منځه تللي دي".

پاکستاني چارواکي د وروستیو بارانونو لامل د اقلیمي بدلون بولي او انتقاد کوي چې پاکستان د اقلیم د ساتلو په برخه کې د نورو هېوادونو د غیر مسوولانه کړنو پایلې ګالي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټرپانه له متحده عربي اماراتو له دې امله مننه وکړه چې پاکستان ته یې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د لومړنیو اړتیاوو مرستې لېږلي دي. نوموړي له افغانستان سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرستې د اعلان هرکلی هم وکړ.

تر اوسه د ترکیې، چین، قطر او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د هوا له لارې مرستې کړې دي. د حکومت د لومړنیو اټکلونو له مخې، بارانونو او سیلابونو شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG