د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ-پوتین ملاقات سخت غبرگون پارولی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د ملاقات نه وروسته د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د روسیې د ممکنه مداخلې په اړه د پوتین طرفداري وکړه.

د ولسمشر د وینا نه وروسته په امریکا کې سخت غبرگون وپاریده چې نه یواځې د دیموکرات گوند بلکه د هغه د خپل جمهوري غوښتونکي گوند غړیو هم پرې سخت اعتراضونه وکړل.

د امریکا د دواړو گوندونو د غړیو برسیره د استخباراتي ادارو مشرانو هم پدې اړه سخته حیرانتیا څرگنده کړیده چې ټرمپ په انتخاباتو کې د مداخلې په اړه د پوتین په دریځ باور کړیدی.

سناتور مکین وویل "دا د امریکا د ولسمشرانو په تاریخ کې د تر ټولو زیات سپک کارېدون دی."

دغه ډول یو بل سناتور بین ساسي د ټرمپ د پوتین د دریځ نه ملاتړ "د ناخوښۍ وړ" او سناتور جیف فلیک د "شرم وړ" وبله.

سناتور باب کراکر بیا وویل چې دا د ولسمشر پوتین لپاره یوه ډیره ښه ورځ وه. هغه زیاته کړه چې د ولسمشر ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د غندنې نه ډډه کول امریکا ضعیفه ښیي.

ښاغلي مک کین د روسیې سره غونډه د"خپگان وړ غلطي" بللې ده.

XS
SM
MD
LG