د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي اروپایي اتحاد یې 'دښمن' دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د ملاقات نه مخکې اروپایي اتحاد د سوداگرۍ په ډگر کې یو دښمن بللی.

ولسمشر ټرمپ د پوتین سره د ملاقات نه څو ساعته مخکې د سي بي ایس ټلویژن سره په یوې مرکې کې اروپایي اتحاد د چین او روسیې سره یوځای، تجارتي سیال وبله. هغه وویل، " زما په فکر اروپایي اتحاد چې زمونږ سره په تجارت کې کوم ډول چلند کوي، دا یو دښمن دی".

ولسمشر ټرمپ به یو څو ساعتونه وروسته په هیلسنکي کې د دوشنبې په ورځ د پوتین سره یوه تاریخي ملاقات کوي. دا د ټرمپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو گټلو نه وروسته لمړنی ځل دی چې د پوتین سره به یواځې (یو په یو) ملاقات وکړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ هیلسنکي ته رسیدلی دی. هغه د یکشنبې ورځ په سکاټ لینډ کې په خپل یو گالف کلب کې ورځ په لوبه تیره کړه.

XS
SM
MD
LG