د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ټاکنو کې پر مداخلې د روسي افسران تورنیدل


د امریکا د لوی څارنوال د مرستیال رود روسنسټین
د امریکا د لوی څارنوال د مرستیال رود روسنسټین

د امریکا متحده ایالتونو عدلیې وزارت د جمعې په ورځ ( جولای ۱۴) د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې تازه اړخ روښانه کړ.

دا څیړنې چې د روبرټ مولر په مشرۍ د یوه منصفه پلاوي له خوا شوي د امریکا د لوی څارنوال د مرستیال رود روسنسټین له خوا اعلان شوې:" دولس روسي افسران د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د مداخلې د هڅې په جرم تورن شوي دي. یولس تنه په ټاکنو کې د مداخلې لپاره د کمپیوټرونو په هک کیدو ، د اسنادو د غلا او په انټرنټ کې ددغو اسنادو د خپریدو له امله تورن شوي دي. "

په دې مواردو کې همدارنګه ویل شوي چې د روسیې استخباراتو د هیلاري کلنټن د جمهوري ریاست د کمپاین په ګډون د ډیموکراټ ګوند د ایمیلونو او کمپیوټرونو د هک کولو پراخه هڅه کړېده.

د امریکا په ټاکنو کې پر مداخلې د روسي افسران تورنیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

خو د امریکا د لوی څارنوالۍ مرستیال وايي د هک کولو په دې هڅو کې هیڅ امریکايی ښکیل ندی.

دا تورونه د جمهور رئیس ټرمپ او ولادمیر پوټین له لیدنې یوازې څو ورځې مخکې اعلانیږي. خو ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا دا تحقیقات غندلي او هغه یې دسیسه بللې ده. " زه دا جعلي هڅې بولم. فکر کوم دا واقعا له روسیې سره زموږ اړیکو ته زیان رسوي. خو زه هیله من یم چې له روسیې او جمهور رئیس پوټین سره به د اړیکو د ښه کیدو موقع ولرو. "

بلخوا د روسیې د استخباراتو د څو افسرانو له تورنیدو سره سم، یو شمیر دیموکراټانو له پوتین سره د ولسمشر ټرمپ د ملاقات د لغوه کیدو غږ کړی دی.

د ویرجینیا ایالت څخه دیموکراټ سناتور مارک وارنر وایي: " له ډېر وخت راهیسي د ولسمشر د غیرمترقبه لیدنو او په دې لیدنو کې د هغه په ځانګړي سبک اندیښمن یم، دا مناسبه نده، په ځانګړي ډول کله چې تاسې د ولادمیر پوتین په شان یوه کس سره چې ۲۰ کاله د سیاست په ډګر کې دی، ګورئ. "

د روسیې مداخله په وروستیو ورځو کې د امریکا په کنګرس کې د گوندونو ترمنځ د بحث پر یوې توده موضوع بدله شوې ده.

رود روسنسټین وایي: " کله چې د امریکا په ټاکنو کې له بهرنۍ مداخلې سره مخ کیږو نو دا مهمه ده چې د دیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو په شان سیاسي فکر ونکړو، ښه به دا وي چې د امریکایانو په توګه ووسو. "

خو ددې غوښتنو پلي کیدل به چې امریکا ټاکنې په مخ کې لري، ساده کار نه وي.

XS
SM
MD
LG