د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس غړي بایډن ته: د امریکا د رسنیو د نړیوالې ادارې کارکونکي راوباسئ


د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو یو شمیر غړو د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ته د یو لیک په استلو له هغه غوښتي دي چې ډیر ژر له افغانستان څخه د امریکا د رسنیو د نړیوالې ادارې "USAGM" د پاتې خبریالانو او د هغوی د کورنیو د غړو راایستل تضمین کړي.

د امریکا د رسنیو نړیواله اداره یوه خپلواکه فدرالي اداره ده چې پکې امریکا غږ، د ازادۍ اروپا راډیو/ ازادي راډیو او څو نورې خبري رسنۍ شاملي دي‌ او په نړۍ کې د ازادو مطبوعاتو د اصولو ملاتړ کوي.

په هغه لیک کې چې د امریکا د سنا او استازو خونو د یو شمیر غړو له خوا لاسلیک شوی، د زرګونو امریکایي اتباعو، د دریمو هیوادونو د وګړو او له خطر سره د مخو افغانانو د خوندي ایستلو په اړه د امریکا د حکومت له هڅو مننه شوې ده.

د ګانګرس غړو په دې لیک کې ویلي، دا ورته جوته شوې چې حکومت له نیویارک ټایمز، واشنګټن پست او وال سټریټ ژورنال سره په نږدې اړیکه کې هڅه کوي د هغوی ټول ۲۰۴کارکوونکي په خوندي شکل له افغانستان څخه وباسي.

په دې لیک کې زیاته شوې "له همدې امله پر تاسې تینګار کوو چې د USAGM پنځه سوه و پنځوس کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي له هغو خبریالانو متفاوت ندي چې تاسې یې د خوندي ایستلو لپاره هڅه کړې ده."

په لیک کې ویل شوي، دا هغه نارینه او میرمنې دي چې د امریکا او افغانستان د خلکو په استازيتوب یې د بشري حقونو او بیان د ازادۍ لپاره کار کړی دی.

په لیک کې لیکل شوي، هغوی د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له امله د طالبانو له تهدید سره مخ وو او مخ کیدای شي "هغوی باید په خوندي شکل راوستل شي" او له تاسې غواړو چې د هغوی خوندي راتګ تضمین کړئ.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ته دغه لیک په داسې حال کې استول کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ په یوې خبري غونډه کې وویل په فعاله توګه هڅې روانې دي چې د اګست په ۳۱ د تخلیې د ماموریت د پای ته رسیدو وروسته د کابل هوایي ډګر د پروازونو پر مخ پرانستی وي.

نوموړي وویل طالبانو د کابل د هوایي ډګر د خلاص ساتلو سره ډیره علاقه ښودلې او ژمنه یې کړې چې ټولو هغو کسانو ته به اجازه ورکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې له افغانستان څخه ۸۲۳۰۰ کسان بهر انتقال شوي دي. هغه زیاته کړه چې یواځې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ زره کسان له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان د امریکایانو ایستل لومړیتوب لري او د هغه په وینا د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه لږ تر لږه ۴۵۰۰ امریکایان له افغانستان څخه بهر انتقال شوي دي. هغه وویل د اګست له ۱۴ څخه دمخه په افغانستان کې ۶۰۰۰ امریکایان شتون درلود.

د امریکا د رسنیو نړیواله اداره په پراخ ډول د حقایقو د بیان د څرګندولو لپاره جوړه شوې، په خاص ډول هغو کسانو ته چې خبرونو ته لاس رسی نلري او یا هم محدود دی.

XS
SM
MD
LG