د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د هرمز تنګي بندیدو افغانستان ته د خوراکي توکو د رسولو لګښت درې برابره کړی

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د هرمز تنګي بندېدو افغانستان ته د اړینو خوراکي توکو د رسولو لګښت درې برابره ډیر کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغي ادارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر اوس څو اوونۍ وخت نیسي، چې له امله یې کورنۍ د اقتصادي سقوط تر سرحد ته رسېدلې او ماشومان وږي پاتې دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر، جان ایلیف، له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، د لېږد رالېږد عملیاتي لګښتونه به نور هم لوړ شي، اکمالات به ورو شي او د هغو افغان ماشومانو ژوند به له خطر سره مخ شي چې خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

ایلیف ویلي، د هرمز تنګي د تړل شوې لارې د مخنیوي لپاره، د خوړو نړیوال پروګرام اوس اړین خوراکي توکي د اوو هېوادونو له لارې د ځمکنۍ لارې افغانستان ته رسوي، خو دا کار ډېر وخت نیسي.

افغانستان، چې سمندر ته لاره نلري، د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا له څو بحرانونو سره هممهاله مخ دی، تر ډېره پر وارداتي توکو او بشري مرستو متکي دی او د اکمالاتي ځنځیر هر ډول ګډوډي پرې ژور اغېز کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډو عملیاتو چې د فبرورۍ په وروستیو کې د ایران پر ضد پیل شول، د هرمز د ستراتیژیکې سمندري ‌لارې د بندېدو لامل شول. له دې تنګي څخه د نړۍ شاوخوا شل سلنه نفت او نور سوداګریز توکي تېرېږي.

د امریکا او ایران جګړې په ځانګړي ډول د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي، داسې چې د جګړې له پیل مخکې د هر بېرل تېلو بیه شاوخوا ۷۰ ډالره وه، خو اوس نږدې ۱۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG