د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي د یو میلیون ستنیدونکو کډوالو سره مرستې لپاره ۲۷.۵ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې له پاکستان څخه د افغانستان سرحد ته د ستنیدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د بودیجې د سخت کمبود سره مخ دی.

دغه پروګرام د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۳ ( لیندۍ دوییم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له پاکستان څخه د افغانستان سرحد ته اکثره ستنیدونکي کورنۍ په دیرې بې وزلۍ او ناامیدۍ کې ستنیږي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ددې اعلامیې له مخې په روانه میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام په سرحدي سیمو کې شاوخوا ۲۵۰ زرو کسانو سره د خوړو د چمتو کولو په برخه کې مرسته کړې ده.

دا اعلامیه وايي: "اوس مهال په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دی او د اضافي بودیجې د چمتو کیدو پرته مونږ نشو کولی د دغو کورنیو سره چې د څو لومړنیو توکو او ډوډۍ پرته له سفر وروسته سرحد ته رسیږي دوام ورکړو".

افغانستان لپاره د خوړو د نړیوالې ادارې د دفتر مشرې میرمن شاو وې لي ویلي چې ستنیدونکي کورنۍ په یو ډیر نامناسب وخت کې خپل هیواد ته په داسې حال کې ستنیږي چې د هیواد د نفوس د دریو څخه یوه برخه وګړي یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

میرمن لي افغانستان کې ویجاړونکي زلزلې، کمزوري اقتصاد او اقلیم بحران ته په کتنې ویلي:"مونږ له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکو یو میلیون کډوالو څخه د ملاتړ لپاره ۲۷.۵ میلیونو ډالرو ته په بیړني ډول اړتیا لرو".

د خوړو د نړیوال پروګرام د رئیسې د وینا پراساس ستنیدونکي کډوال ډیر کم اقتصادي فرصتونه په مخ کې لري او اکثره هغوی د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅې کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دغو پیسو د برابرولو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د دغه پروګرام په ګډون په افغانستان کې د ملګروملتونو اکثره ادارې د بودیجې د کمبود سره مخ دي.

د بودیجې د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د تیر اګست په میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام دې ته اړ شو چې په افغانستان کې د لسو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو باندې خپلې مرستې بندې کړي.

ددې اونۍ په سر کې د بشرپاله مرستو په برخه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال اعلان وکړ چې له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادونلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

ملګري ملتونه وايي چې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل څخه تراوسه ۳۷۵ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر له ۴۰۰ زرو څخه زیات ښودلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG