د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي


افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې یې تراوسه څلور میلیونو ښځو او ماشومانو ته د ځانګړې تغذیي خواړه برابر کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ اګسټ درییم(زمري ۱۲) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دغو څلور میلیونو ښځو او ماشومانو ته دا ځانګړي خواړه د خوارځواکۍ د مخنیوي او یا هم ددغې ناروغۍ د درملنې لپاره برابر شوي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې تیره میاشت ویلي و، چې که ورسره نړیواله ټولنه مرستې ونکړي نودا پروګرام به د اکتوبر د میاشتې وروسته په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره بودیجه ونلري.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي د جون ۳۰ ( چنګاښ نهم) رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمبود په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې د اکتوبر میاشتې وروسته په دغه هیواد کې د خپلو پروګرامو د تمویل لپاره هیڅ پیسې نلري.

د رویټرز د خبري اژانس د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ویلي، چې د مرستو کمیدل به د اګسټ په میاشت کې پیل شي او د سپټمبر په میاشت کې به مرستې لا کمې او د اکتوبر په میاشت کې به بندې شي.

میرمن شا و وې لي، وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو اوسنیو پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې پورې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

په عین حال کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د چهارشنبې په ورځ اګسټ دوییم(زمري ۱۱) په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو پروګرام د پام وړ۱.۳ ملیاردو ډالرو د بودیجې د کمبود سره مخ دی.

اوچا ویلي، چې د مرستو د کمیدو وروسته یې د ۱۳ میلیونو کسانو ته د خوړو د مرستو رسول پنځه میلیونو کسانو ته را کم کړي دي.

همداشان اوچا ویلي، چې افغانستان کې د مرستو د کمیدو وروسته ۲۶۲ روغتیايي مرکزونه بند شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې ډیر نور فعالیتونه هم د بودیجې د کمبود له امله اغیزمن شوي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" تیره ورځ وویل، چې چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۳۵۰ زره ماشومانو، چې ۵۶ فیصده یې نجونې وې درملنه کړې ده.

یونیسف ویلي: "د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو دا شمیر کله چې د تیرکال د همدې مودې سره پرتله شي، یونسیف او همکارانو یې سږکال په سختې خوارځواکۍ اخته ۳۱ فیصده زیاتو ماشومانو درملنه کړې ده."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداري په دغه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د جنورۍ او مۍ د میاشتو ترمنځ د خوندیتوب ځانګړو خدمتونو ته د خلکو اړتیاوې هم زیاتې شوي دي.

دا اداره وايي د روان کال د جنورۍ په میاشت کې ۲۸.۳ میلیونو کسانو دغسې خدمتونو ته اړتیا لرله، چې دا شمیر د مۍ په میاشت کې ۲۹.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

یونیسف په دغه راپور کې ویلي، چې دغې ادارې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۰ میلیونو کسانو ته، چې نیمايي یې ماشومان و، د روغتیا او تغذیه په برخو کې خدمتونه برابر کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG