د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: اکتوبر له میاشتې وروسته افغانانو سره مرستې لپاره پیسې نلرو


د خوړو د نړیوال پروګرام چارواکو یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمبود په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې د اکتوبر میاشتې وروسته په دغه هیواد کې د خپلو پروګرامو د تمویل لپاره هیڅ پیسې نلري.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې مشرې میرمن شا و وې لي، د رویټرز خبري اژانس سره د جمعې په ورځ جون ۳۰ ( چنګاښ نهم) په یوه مرکه کې ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له وړاندې د اته میلیونو افغانانو سره د خوړو خپلې میاشتنۍ او نغدې مرستې کمې کړي دي.

میرمن شا و وې لي، ویلي: "مونږ په دې وتوانیدو، چې د پنځه میلیونو کسانو لپاره تر راتلوونکو دوو میاشتو مرستې برابرې کړو، خو د هغې وروسته مونږ نورې منابع نلرو".

میرمن شا و وې لي ویلي، چې فکر کوي دا د هغې بیړني حالت څرګندونه کوي، چې دا ښيي د مرستو رسونې دا ادره په کوم ځای کې قرار لري.

د رویټرز د خبري اژانس د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ویلي، چې د مرستو کمیدل به د اګسټ په میاشت کې پیل شي او د سپټمبر په میاشت کې به مرستې لا کمې او د اکتوبر په میاشت کې به بندې شي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله ملګرو ملتونو د جون په میاشت کې د دغه هیواد لپاره د بشري مرستو غوښتنه کې څه باندې یو میلیارد ډالر کموالی راوست.

نړیوال کارکوونکي افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کیمدو په علتونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د بحرانونو پیښیدل او هم د طالبانو د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو په ګډون د مرستو رسونې په ادارو کې د ښځو په کار بنذیز ښيي.

طالبانو د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه، چې بیا وروسته یې د روان کال د اپریل په میاشت کې افغان میرمنې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم له کار څخه منع کړې.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو د نشتون د ستونزې سره مخ دي.

میرمن شا و وې لي، وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو اوسنیو پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې پورې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکې وايي، د مرستو د بندیدو سره سره به دا اداره به په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پروګرام په څیر خپلو ځینو پروګرامونو ته دوام ورکړي.

میرمن شا و وې لي ویلي، چې د ښځو پر کار باندې بندیز د مرسته کوونکو موسسو یوه "معتبره اندیښه" ده، خو زیاته یې کړې ده، چې د خوړو د نړیوال پروګرام نیمايي د ښځو سره کیدلې.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغې چارواکې ویلي، چې په افغانستان کې د ژمي د موسم د پیل وړاندې د اکتوبر په میاشت کې د لارو د بندیدو دمخه باید خواړه ځای په ځای شي او ددې کار لپاره څه باندې سل میلیونو ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي. اوس مهال دا اداره ددغه کار لپاره هیڅ پیسې نلري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې افغانستان کې ۱۹.۹ میلیونه خلک د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي، چې شپږ میلیونه یې په عاجل ډول د خوړو د نه مصونیت د ګواښ سره مخ دي. دا اداره وايي، چې د راتلوونکو شپږو میاشتو لپاره ۱.۴۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG