د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: څلورو میاشتو کې ۱۵.۶ میلیونو افغانانو ته د خوړو مرستې برابرې شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا په یو تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د مرستو رسونو ادارو ۱۵.۶ میلیونو افغانانو ته د خوړو مرستې برابرې کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د سه شنبې په ورځ جون ۲۷ ( چنګاښ پنځم) په یو راپور کې ویلي، چې ددې شمیر سربیره ۴.۶ میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه، ۲.۴ میلیونه ماشومانو، امیدوارو او شیدې ورکوونکو میندو ته د خوارځواکۍ په برخه کې مرستې برابرې کړي دي.

همداشان دغې ادارې ویلي، چې ۴.۶ میلیونو کسانو ته د څښلو پاکې اوبه او د حفظ الصحې خدمتونه،۶۹۷۹۰۰ ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمتونه، ۳۲۵۴۰۰ کسانو ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې او یو عشاریه یو میلیونو نورو ته یې حمایوي مرستې برابرې کړي دي.

"اوچا" ویلي، چې په عمومي ډول بشري مرستې ۱۸.۲ میلیونو کسانو ته برابرې شوي او ددغه شمیر څخه ۱۶.۷ میلیونو کسانو مخامخ مرستې ترلاسه کړي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې دا مرستې د تیر۲۰۲۲ کال څخه ملګرو ملتونو سره د پاتې ۸۵۰ میلیونو ډالرو او د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل تر میاشتې د ترلاسه شوو ۳۴۴ میلیونو ډالرو په مصرفولو برابرې شوي دي.

ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدو ته په اشارې ویلي، چې ددغو مرستو د کمیدو وروسته ۸ میلیونو مرستو ته اړو کسانو سره د ملګروملتونو مرستې بندې شوي دي او پنځه میلیونو نورو ته نیمايي مرستې برابرې شوي دي.

"اوچا" په دغه راپور کې د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز د اغیزو په اړه هم ویلي، چې دغې پریکړې د مرستو رسونې بهیر لا پیچلی کړی دی.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته د ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړه او دا بودیجه یې له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې "اوچا" د جون پنځمه (جوزا ۱۵) په یوې اعلامیې کې وویل چې د بودیجې په طرحه کې د تغیر یو علت په نړیوالو سازمانونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونه دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جون شپږم (جوزا ۱۶) ویلي، چې دا اداره یوازې څلورو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې کولی شي، په داسې حال کې، چې ددغې ادارې د وینا له مخې افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي په دې نه پوهیږي، چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

د ٢٠٢١ ميلادي کال د اګست پر پنځلمسه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بيا واکمنیدو وروسته، دوی نه یوازې یې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، بلکې ښوونځي او پوهنتونونو ته یې هم له تګ منع کړلې.

همداراز، تر شپږم ټولګي پورته، ښوونځي ته د نجونو تګ تر امرثاني پوري بند شوې. سربیره پردې، میرمنې تفریحی پارکونو، عمومي حمامونو او لوبغالو ته د تګ څخه منع شوي دي.

طالبان وايي، ښځو ته د "اسلامي شریعت او افغاني کلتور" پر بنسټ د کار او زده کړې اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG