د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: اوو میاشتو کې نږدې شپږ میلیونو افغانانو سره نغدې مرستې شوي


عکس )ارشیف)
عکس )ارشیف)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې د روان ۲۰۲۳ له پیل راهیسې یې تراوسه په افغانستان کې ۵.۷ میلیونو کسانو سره یا نغدې مرستې کړي او یا یې هم د کوپون له لارې هغوی ته د اړتیا وړ خوراکي توکي برابر کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې په ورځ اګست پنځم ( زمري۱۴) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې افغانانو سره دا مرستې د اضطراري حالاتو لپاره د ملګرو ملتونو د سکتریت د بودیجې، د فرانسې د دپلوماتیکي ادارې او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د شوو مرستو څخه برابرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې د دغو مرستو هدف مرسته ترلاسه کوونکو ته د توکو د پېرلو د وړتیا برابرول، د خوراکي توکو د مرستو کمول او د سیمه ییز اقتصاد پیاوړي کول دي.

ددې دمخه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د مرستو د کمیدو له امله به دا اداره د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې وروسته افغانانو سره د مرستو د دوام لپاره پیسې ونلري.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شاو وې لي د جون ۳۰ ( چنګاښ نهم) رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمبود په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې د اکتوبر میاشتې وروسته په دغه هیواد کې د خپلو پروګرامو د تمویل لپاره هیڅ پیسې نلري.

د رویټرز د خبري اژانس د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ویلي، چې د مرستو کمیدل به د اګسټ په میاشت کې پیل شي او د سپټمبر په میاشت کې به مرستې لا کمې او د اکتوبر په میاشت کې به بندې شي.

میرمن شاو وې لي، وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو اوسنیو پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې پورې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د بلې خوا د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د پنجشنبې په ورځ اګست دوییم (زمري ۱۲) په یوه اعلامیه کې، چې ددغې ادارې د ټویټر په پاڼه خپره شوې ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د ۱.۳ ملیاردو ډالرو د بودیجې د کمبود سره مخ دي.

" اوچا" ویلي، چې د روان کال لپاره د نړیوالې ټولنې څخه افغانانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو پیسو څخه ملګرو ملتونو د جولای د میاشتې د ۳۱ پورې یوازې ۷۴۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

" اوچا" ویلي، چې د مرستو د کمیدو وروسته دې ته اړ شوي، چې د ۱۳ میلیونو افغانانو څخه چې مرستو ته اړتیا لري یوازې پنځه میلیونو کسانو ته مرستې برابرې کړي دي.

دغې ادارې ویلي، چې د مرستو د کمیدو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ډیرو پروګرامونو باندې اغیز کړی دی او تراوسه ۲۶۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG