سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ د مارچ ۲۵مه د امریکايي څېړونکي ډینس کویل د بېرته راستنېدو هرکلی وکړ، چې په افغانستان کې له څه باندې یوه کال بند وروسته امریکا ته راستون شو.
کویل د ټکساس پوځي اډې کې راښکته شو، چېرې چې د هغه د کورنۍ غړو یې هرکلی وکړ.
د کویل خور، مولي لانګ، وویل چې دا “د خوښۍ ورځ” ده. هغې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو چارواکو مننه وکړه چې د کویل د خوشې کېدو لپاره یې هڅې کړې.
لانګ وویل: “ډېرو خلکو زموږ لپاره دعاوې کړې او زموږ د کورنۍ ملاتړ یې کړی، موږ له زړه نه له ټولو څخه د دې ورځې لپاره مننه کوو. دا به یو څه وخت ونیسي چې موږ د کورنۍ په توګه له دې پیښې ورغیږو او له ډینس سره ځانګړی وخت تېر کړو.”
سپینه ماڼۍ وایي د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۲۴مه د طالبانو له زندانه له یو کلن بند وروسته د امریکايي ډنیس کویل په خوشې کیدو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله کړې ژمنه پوره کړه.
سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې رسني کې لیکلي"ولسمشر د کال ۲۰۲۶ د جنورۍ په میاشت کې ژمنه کړې وه چې امریکایي تبعه ډینس کویل به له بنده خوشې کړي. نن، له څه باندې یو کال بند وروسته، ډینس کویل په افغانستان کې له بنده ازاد شو او د امریکا پر لور روان دی."
سپینې ماڼۍ دا اقدام د “ژمنه وشوه، ژمنه پوره شوه” په توګه یاده کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې څو اوونۍ وړاندې یې د کویل له کورنۍ سره چې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله لیدلي وو د ایکس په ټولنیزې رسنی کې په یو پوست کې لیکلي چې اوس کویل د خپل هېواد پر لور روان دی. هغه د متحده عربي اماراتو او قطر له منځګړتوب څخه هم مننه وکړه.
د ډنیس له راخوشي کیدو سره سم، امریکا د افغان الاصله امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي په ګډون د طالبانو په بند کې د دوو نورو امریکایانو د خوشې کیدو غوښتنه بیا تازه کړې ده.
خو د طالبانو حکومت په وار وار د محمود شاه حبیبي نیول رد کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۲۴مه) اعلان وکړ چې ډینس کویل یې د هغه د مور په غوښتنه له بنده خوشې کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د طالبانو مشرتابه وروسته له هغه د کویل د خوشې کیدو پریکړه وکړه چې د بندیانو کورنۍ، په ځانګړې توګه د هغه مور، د طالبانو مشر ته د اختر په مناسبت د هغه د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
د یرغمل نیونو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ادم بولر هم په یوه پیغام کې د ډینس کویل د خوشې کیدو هرکلی کړی او ټینګار کړی چې د امریکا حکومت د ټولو امریکایانو د بېرته ستنولو لپاره کار ته دوام ورکوي. بولر ویلي چې د ډینس د خوشې کیدو لپاره: “هیڅ ډول معامله، هیڅ پیسې نه دي ورکړل شوي، او د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته رسېدلې ده.”
د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورڅ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوست کې لیکلي؛ ویاړي چې د کویل د خوشې کېدو په بهیر کې یې مرسته کړې ده.
خلیلزاد دا یو مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې ورته قضیې به هم ژر حل شي.
خلیلزاد زیاته کړې چې کویل د قطر له هغو هڅو مننه کړې چې په زندان کې یې ورسره لیدلي، او همدارنګه یې د متحده عربي اماراتو له رول څخه ستاینه کړې چې د خوشې کېدو عملي چارې او لوژستیکي ملاتړ یې برابر کړ.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا اقدام د اماراتو د باور وړ منځګړي رول څرګندوي او د نړیوالو همکاریو او ډیپلوماټیکو حل لارو ملاتړ کوي.
دغه وزارت هیله څرګنده کړې چې دا ډول هڅې به سیمهییز او نړیوال ثبات ته لاره هواره کړي.
۶۴ کلن ډینس کویل، د کولوراډو اوسیدونکی او اکاډمیک څیړونکی، نږدې دوه لسیزې په افغانستان کې په ټولنیزو پروژو کې په قانوني توګه کار کړی.
طالبانو کویل د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې د هغه له استوګنځي څخه ونیو، او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیر کال په جون کې وویل چې هغه په ناحقه توقیف شوی دی.
فورم \ دبحث خونه