د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عبدالله له مراسمو وروسته څه وویل؟


د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اشرف غني جمهوري رئیس اعلان کړ خو عبدالله دا پرېکړه نه مني
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اشرف غني جمهوري رئیس اعلان کړ خو عبدالله دا پرېکړه نه مني

د دوشنبې په ورځ (مارچ۹) محمد اشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپیدار ماڼۍ کې د "جمهوري ریاست" د لوړې مراسم ترسره کړل."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله دا پرېکړه نه مني او " ځان یې د افغانستان د همه شمول دولت ولسمشر" اعلان کړی دی.

د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن، د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان سکاټ میلر او د ځینو نورو سفارتونو استازو او دپلوماتانو ګډون کړی و.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په ملي یوالي ټېنګار وکړ او له خپلو ټولو سیاسي رقیبانو څخه یې وغوښتل چې له هغه سره لاس یو او ګډ کار وکړي.

هغه وویل: " اوسنی حکومت به دوې اونۍ نور هم کار وکړي او په دوو اونیو کې دننه به همه شمول او د ټولو د خوښې حکومت جوړ کړي."

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د سولې او د طالب بندیانو د ازادولو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې له طالبانو سره به " مذاکراتي ټیم" سبا بشپړ شي او په کې به افغانستان د ټولو قومونو او ټولنو استازي په کې وي.

نوموړي همدغه راز د طالب بندیانو د ازداولو په اړه وویل " یو چوکاټ ته رسېدلي یو چې د طالب بندیانو په پرېښودو به تاوتریخوالی ډېر کم شي او خلک به یې ګټې وویني. "

ولسمشر غني همدغه راز په خپلو خبرو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د سولې لپاره د امریکا د هلو ځلو مننه وکړه، خو پاکستان یې " د طالبانو ملاتړی" یاد کړ او وویل چې باید هغه هم د سولې په بهیر کې ګډ وي چې راتلونکي کې بیا ستونزې پیدا نشي.

د عبدالله مراسم

په همدې حال کې عبدالله عبدالله د خپلو دوو مرستیالانو سره یو ځای د خپلو پلویانو په منځ کې " د افغانستان د همه شمول دولت د ولسمشر په توګه" لوړه وکړه. ښاغلي عبدالله ته په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو مخکني استازي مولوي شهزاده شهزاد قسم ورکړ.

ډاکټر عبدالله وویل: " د همه شمول دولت کار سر له نن څخه پيلیږي." هغه له طالبانو سره د سولې دخبرو په اړه وویل: " لومړی کار به یې له طالبانو سره د مذاکراتي ټیم ټاکل وي،" چې د ټولو قومونو نمایندګي به کوي.

ښاغلي عبدالله همدغه راز له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د تېرو شاوخوا دوو لسیزو لاس ته راوړنو ته درناوی وکړي. هغه وویل همدغه راز د افغانستان له امنیتي ځواکونو هم وغوښتل چې " په سیاسي شخړو کې بېطرف" وي.

عبدالله عبدالله چې ځان د " افغانستان د همه شمول دولت ولسمشر" ګڼي وویل چې د اجرايي ریاست مشر او مرستیالان به یې هم لوړه کوي.

د ولسشمر غني د لوړې مراسم د افغانستان ملي تلویزون ژوندي خپرول.

XS
SM
MD
LG