د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي موزیم د چا په وخت کې جوړ شوی؟


د کابل په ملي موزیم کې د بودا مجسمه
د کابل په ملي موزیم کې د بودا مجسمه

په داسې حال کې چې افغان حکومت د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره پراخ تدابیر نیولي د ازادۍ د اتل غازي امان الله خان مترقي افکار او اهداف لا هم د خلکو په ذهنونو کې دي او د هغه وخت د یادګارونو د لیدو لپاره ملي موزیم ته ځي.

د افغانستان ملي موزیم د هیواد لومړنی موزیم دی چې د غازي امان الله خان په وخت کې جوړ شوی دی.

د خپلواکۍ له ګټلو سل کاله وروسته په ملي موزیم کې په زرګونو تاریخي اثار نندارې ته ايښودل شوي.

پدې موزیم کې د غازي امان الله خان د وخت موټرونه هم شته چې د هغه وخت د ترقي او پرمختګ نښانې څرګندوي.

د افغانستان ملي موزیم د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۷ هجري لمریز کال کې د کابل په باغ بالا کې جوړ شو.

په لومړیو کې په دې موزیم کې چې "عجایب خانه" یا د عجایبو کور نومیده یوازي څو ډوله تاریخي آثار لکه خطي قران شریفونه، لاسي صنایع ، د استقلال د جګړو پاتې شوي آثار او یو شمیر کمیابه کتابونه ساتل کیدل.

خو د افغانستان ملي موزیم د ۱۳۰۳ هجري لمریز کال د لړم میاشتي په پنځه ویشتمه نیټه له باغ بالا څخه ارګ ته انتقال او په رسمي ډول د شاه امان الله خان له خوا افتتاح شو.

ملي موزیم
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

XS
SM
MD
LG