په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړوالي په موخه د (اترا چېرته ده؟) ټولنیز کمپاین یو کلن شو.
د دغه کمپاین غړو نن سه شنبه ( د سلواغې ۲۹) په یوې خبري ناستې کې وویل هغه غوښتنې چې یو کال مخکې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا چارواکو ورسره د عملي کېدو ژمنه کړې وه، لا هم لویه برخه یې عملي شوې نه ده.
میرویس اریا د یاد کمپاین یو تنظیموونکي په دې اړه وویل "یو کال مخکې مو د اترا ادارې چارواکو سره پر شلو هغو مادو سره توافق وکړ چې که عملي شوي و، نن ورځ به مو د مخابراتي خدمتونو برخې کې ستونزې نه لرلې."
ښاغلي اریا زیاته کړه چې د دغو شلو مادو ډېر کوچني موارد عملي شوي خو اصلي ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.
د هغه سند له مخې چې د دغه کمپاین غړو رسنیو ته وښوده ښيي چې په یادو شلو مادو کې مخابراتي شرکتونه د اترا ادارې له خوا پر دې مکلف دي چې د خپلو تلیفوني او انټرنټي خدمتونو د کیفیت په برخې کې بدلون راولي.
د اترا ادارې چارواکي بیا د دغه کمپاین د غړو نظرونه ردوي.
حارث میر د اترا ادارې د څارنې برخې مشر امریکا غږ ته وویل "هر هغه پرېکړه چې تر اوسه اترا ادارې کې نیول شوې، عملي شوې ده."
له بلې خوا د افغانستان د روڼتیا څار اداره وايي چې د افغانستان حکومت او مخابراتي شرکتونه، د مخابراتي خدمتونو ښه والي لپاره خپلې هوکړې نه دي عملي کړي.
د یادې ادارې یو څارونکي ناصر تیموری وویل "که څه هم یو کال مخکې مخابراتي شرکتونو ته د اترا ادارې له خوا د مخابراتي خدمتونو د ښه والي او د قیمتونو د راټیټولو په اړه لارښونې شوې وې خو زموږ څېړنې ښيي چې شوې هوکړې په ټولیزه توګه نه دي عملي شوي."
هغه زیاته کړه چې د قیمتونو او کیفیت په برخې کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.
د (اترا چېرته ده؟) ټولنیز کمپاین یو کال مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر ځوانانو له خوا پیل شو.
معترضو ځوانانو په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت او د بییو راټیټولو لپاره دغه حرکت پیل کړ.