د لاس رسي وړ اتصالات

ښځو لپاره د نړۍ په خطرناکه ملکونو کې افغانستان او امریکا شامل دي


د سه شنې په ورځ، د نړیوالو کارپوهانو د یوې سروې په اساس هند د ښځو لپاره د نړۍ د ترټولو زیات خطرناکه ملک دی.

د تامس رویټرز ټولنې دغه سروې چې د ښځو د چارو د ٥٥٠ کارپوهانو سره یې کړیده، وایي چې افغانستان او سوریا د ښځو لپاره په دوهم او درهم لمبر خطرناکه ملکونه دي.

د یادونې وړ ده چې د دې نه مخکې دغه سروې په ٢٠١١ کال کې شوې وه چې پکې افغانستان د ښځو لپاره په ټولې نړۍ کې په اول لمبر خطرناکه ملک بلل شوی و او بیا کانگو، پاکستان، هند او صومالیه د زیاتو خطرناکو ملکونو په لسټ کې شامل و.

پدغه سروې کې پوښتنه شوې چې د ملگرو ملتونو ١٩٣ غړیو ملکونه نه یې کوم د ښځو لپاره د ترټولو زیات خطرناکه دي، صحي اسانتیاوې، اقتصادي منابع او کلتوري ازادي پکې نشه دی.

دا لاندنې د هغو لسو ملکونو نوملړ دی چې د ښځو لپاره د ترټولو زیات خطرناکه ملکونه بلل شویدي.

هند

هند د ښځو لپاره تر ټولو نه زیاتو خطرناکو ملکونو کې په لمړي لمبر دی. په هند کې د ښځو په ضد تشدد په لوړه کچه ترسره کیږي. هند د ځینو مسلو له کبله په دی نوملړ کې په اول لمبر دی، چې تر ټولو مهم پکې د ښځو سره جنسي تشدد او ځورول دي.

افغانستان

افغانستان پدی نوملړ کې په دوهم لمبر دی. کارپوهان پدی نظر دي چې د طالبانو د حکومت د ړنگیدو نه ١٧ کاله وروسته هم په افغانستان کې ښځې د ډیرو مشکلات سره مخ دي. افغانستان د دریو مسلو له کبله پدی نوملړ کې په دوهم لمبر دی، چې پکې غیرجنسي تشدد، د صحي اسانتیاو نشتون او اقتصادي منابعو ته لاسرسی نه لرل شامل دي.

سوریا

د سوریې د جگړې د ٧ کلونو نه زیات وخت وشو. سوریا په دی نوملړ کې په درهم لمبر ده. په سوریې کې هم افغانستان ته ورته د ښځو سره غیر جنسي تشدد زیات دی او ښځې د اقتصادي ودی مواقع نه لري. پدی برسیره په سوریې کې ښځې د جنسي ځورنو او تشدد سره هم مخ دي.

صومالیه

په صومالیه کې د ١٩٩١ کال د شخړو نه وروسته، اوس دغه هیواد د ښځو لپاره یو د خطرناکو ملکونو ځکه گڼل کیږي چې ښځې صحي اسانتیاو ته لاسرسی نلري. پدی برسیره ځینو خطرناکو کلتوري او ټولنیزو دودونو هم د خطر سره مخ کړیدي.

سعودي عربستان

سعودي عربستان د نړۍ یو د هغو ملکونو نه دی چې ښځې پکې اقتصادي منابعو ته لاسرسی نه لري او د هغوي سره د جنس په اساس تبعبص کیږي. په سعودي کې ښځې د کار اجازه نلري او په شتمنیو کې د حق په برخه کې هم د تبعیض سره مخ دي.

پاکستان

په پاکستان کې د ښځو سره د جنس په اساس تبعیض کیږي او پدی نوملړ کې د نورو ملکونو پشان د پاکستان ښځې هم اقتصادي مواقع او منابعو ته لاسرسی نلري. په پاکستان کې ښځې د ناموس په نوم وژل کیږي.

یمن

یمن د صحي اسانتیاو ته د لاسرسی نه لرلو، اقتصادي منابعو د نشتون له کبله په دی نوملړ کې په اتم لمبر دی. په یمن کې د څو کلونو راهیسې کورنۍ جگړا هم روانه ده او پدی وجه د دغه ملک ٢٢ ملبونه وگړي اساسي مرستو ته اړ دي.

نایجیریا

په نایجیریا کې په پوځ دا تور دی چې د بوکو حرام د ترهگرې ډلې ضد د عملیاتو په مهال یې ولسي خلک وژلي او ځورولې دي. نایجیریا د انساني قاچاق د مسلې له کبله هم د نړۍ یو خطرناکه ملک گڼل کیږي. په نایجیریا کې ښځې د مذهبي او کلتوري تبعیض سره مخ دي.

امریکا

امریکا هغه یواځېنی غربي هیواد دی چې پدی نوملړ کې شامل دی. په امریکا کې د ښځو سره جنسي تشدد کیږي او هغوي ځورول کیږي. پدی برسیره ښځې د جنسي تشدد په قضیو کې عدالت ته مکمل لاسرسی نلري.

دا سروې د هغې نه وروسته شویده چې تیر کال په امریکا کې ښځو د جنسي ځورونو په ضد په ټولنیزو رسنیو د زه هم یعني #metoo کمپاین پیل کړ او په زرگونو ښځو خپلې قیصې شریکې کړی.

ترجمه - نزرانه یوسفزۍ

XS
SM
MD
LG