د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: له ۳۰ کلنو پورته ۷۰ فیصده امریکایان واکسین شوي 


سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د ۳۰ کالو عمر پورته ۷۰ فیصده امریکایانو لږ تر لږه د کروناویروس ضد یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.

ددغو شمیرو په خپرولو سره سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د روان کال د جولای میاشتې تر څلورمې – د امریکا د خپلواکۍ ورځې – پورې تمه کیږي چې د ۲۷ کالو او له هغه څخه د پورته عمر لرونکي کسان لږ تر لږه یو ډوز واکسین وکړي.

د اسوشتیدپرس اژانس د سپینې ماڼۍ د یو مقام له قوله رپوټ ورکړی چې په متحده ایالاتو کې د ۱۸ او ۲۶ کالو ترمنځ عمر لرونکو ځوانانو د واکسین کولو لپاره هڅې دوه برابره شوي دي. شمیرې او مدارک ښیي چې د ۲۶ کالو ټیټ عمر لرونکو ډله په امریکا د کروناویروس ضد واکسین کولو ته لږه لیوالتیا لري.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مۍ میاشتې په لومړیو کې دوه هدفونه ټاکلي وو: د ۱۸ کالو پورته عمر لرونکو ۷۰ فیصده امریکایانو ته لږ تر لږه د یو ډوز واکسین تطبیق او د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې پورې ۱۶۰ میلیون امریکایانو ته په بشپړه توګه د دوه ډوزه کروناویروس ضد واکسین تطبیق کول.

سره له دې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په امریکا کې د ادارو د بیرته پرانستلو چټکتیا د هغو هدفونو څخه مهم دي چې ښاغلي بایډن امریکایانو ته د واکسین د تطبیق په اړه ټاکلي دي.

سره له دې چې په امریکا کې په پراخه کچه واکسین شته، د رسمي شمیرو له مخې هره ورځ څه کم ۳۰۰ زره کسان په ټوله امریکا کې واکسین کیږي. پداسې حال کې چې یو وخت هره ورځ شاوخوا ۲.۲ میلیون کسان واکسین کیدل.

په متحده ایالاتو کې د واکسین د تطبیق په زیاتیدو سره د کروناویروس د ناروغانو او له دې وجې د مړینو شمیر پام وړ کم شوی دی.

تر اوسه په امریکا کې څه دپاسه ۳.۵ میلیون کسان په کرونا وبا اخته شوي او دغې وبا تر اوسه څه دپاسه ۶۰۲ زره کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG