سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ( جنوري ۲۲) په رسمي ډول اعلان وکړ چې متحده ایالتونه د نړیوال روغتیايي سازمان (دبلیو اچ او) غړیتوب پرېږدي.
سپینې ماڼۍ وویل د ولسمشر ټرمپ ادارې دا پرېکړه د کرونا د وبا د ناسم مدیریت او همدارنګه په دوامداره توګه د اصلاحاتو، حسابورکونې او شفافیت د نشتوالي له امله کړې ده.
سپینې ماڼۍ زیاته کړه چې دا پرېکړه د هغه اجرائیوي فرمان پر بنسټ شوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال د جنورۍ په ۲۰مه، په هماغه ورځ چې د خپلې دوهمې دورې لپاره یې واک تر لاسه کړ، لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روغتیا او بشري خدمتونو د چارو وزیر رابرټ کېنېډي د پنجشنبې په ورځ (جنوري ۲۲) په یوه ګډ بیان کې وویل: "د (ډبلیو اچ او) نړیوال سازمان له غړیتوب څخه په وتلو سره امریکا ددې ادارې له محدودیتونو څخه ځان ازادوي."
په بیان کې راغلي: “دا اقدام د کرونا د وبا پر مهال د" ډبلیو اچ او" ناکامیو ته یو ځواب دی او هڅه کوي هغه زیانونه جبران کړي چې دغو ناکامیو پر امریکايي ولس اړولي دي. هغه ژمنې چې شوې وې، هماغه ژمنې پوره شوې.”
د سپینې ماڼۍ اعلامیه زیاتوي: "د روغتیا نړیوال سازمان له خپلې اساسي دندې څخه واوښت او په تکراري ډول یې د امریکا د متحده ایالتونو د ګټو پر ضد عمل وکړ.»
په اعلامیه کې ویل شوي، سره له دې چې امریکا د (دبلیو اچ او) بنسټګر غړی او تر ټولو لوی مالي تمویل کوونکی دی، دغه سازمان «یوه سیاسي، بوروکراتیکه اجنډا تعقیب کړه ، داسې یوه اجندا چې د هغو هېوادونو لهخوا پر مخ وړل کېدله چې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي.»
اعلامیه وايي: «په دې توګه (دبلیو اچ او) پر وخت او دقت سره د مهمو معلوماتو شریکولو پر لارې خنډونه رامنځته کړل، هغه معلومات چې د امریکایانو ژوند یې ژغورلی شوای، او بیا یې دا ناکامۍ یې د ‘عامې روغتیا د ګټو’ تر پلمې لاندې پټې کړې.»
د روغتیا او بشري خدمتونو د وزارت لهخوا د پنجشنبې په ورځ خپره شوې معلوماتي پاڼه وايي چې په وروستیو کلونو کې د دغه ۷۸ کلن سازمان لپاره د امریکا (کلنی حق العضویت) په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته رسیدو.
سربېره پر دې، امریکا هر کال پخپله خوښه او په داوطلبانه توګه په اوسط ډول شاوخوا ۵۷۰ میلیونه ډالر مرستې هم ورکړي دي، چې د وخت په تېرېدو سره ټول ټال میلیاردونو ډالرو ته رسیږي چې د ډېرو نورو غړو هېوادونو د ګډو مرستو څخه هم زیاتې دي».
روبیو او کینیډي وویل چې له دې وروسته به د (دبلیو اج او) سره د امریکا اړیکې «یوازې د وتلو د بهیر د عملي کولو او د امریکا ولس د روغتیا او خوندیتوب د ساتنې» تر بریده محدودې وي.
دوی وویل چې د دې سازمان ټولو نوښتونو ته د امریکا مالي ملاتړ او د کارکوونکو فعالیت په بشپړ ډول ودرول شي.
واشنګټن ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا په برخه کې به د نړۍ مشرۍ ته دوام ورکړي، د میلیونونو خلکو ژوند به وژغوري او په کور دننه به د امریکایانو ساتنه وکړي، څو د ساري ناروغیو ګواښونه د امریکا پولو ته تر رسیدو مخکې ودرول شي او همدارنګه به د مستقیمو، دوهاړخیزو او د پایلو پر بنسټ د همکارۍ او شراکت له لارې نړیوال روغتیایي امنیت پیاوړی کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وویل، د سپټمبر پر ۱۸مه د ټرمپ ادارې یوه نوې ستراتیژي معرفي کړه چې «د امریکا لومړی -نړیواله روغتیايي ستراتیژي» نومېږي، او هدف یې دا دی چې امریکا لا خوندي، پیاوړې او شتمنه کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «دا ستراتیژي به د هېواد ساتنه وکړي. څو د ساري ناروغیو خپرېدل د امریکا تر پولو ونه رسېږي او د څو کلنو دوهاړخیزو تړونونو له لارې به چې له مرستندویو هېوادونو د ګډې پانګونې غوښتنه کوي زموږ دوهاړخیزې اړیکې هم پیاوړې کړي.»
د ډسمبر پر ۲۲مه او ۲۳مه، امریکا له ۱۳ افریقایي هېوادونو سره دوهاړخیز تړونونه اعلان کړل چې پخوا یې مرستې ترلاسه کولې. دغه تړونونو کې د یادو هېوادونو لپاره د امریکا د ۹.۴ میلیارد ډالرو مستقیمې پانګونې هم شاملې دي. تمه ده چې دا پانګونه به د ترلاسه کوونکو هېوادونو لهخوا د نږدې ۶ میلیارد ډالرو په ګډه پانګونې سره برابره شي.
(دبلیو اچ او) تېر کال د ټرمپ لهخوا لاسلیک شوي اجرایي فرمان ته په ځواب کې وویل چې د امریکا د دې پرېکړې له امله «خواشیني» دی.
فورم \ دبحث خونه