د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ امریکا کې د کرونا ویروس پيښو دوه برابره کیدو راپور رد کړ


سپینه ماڼۍ وايي خپاره شوي معلومات سم ندي
سپینه ماڼۍ وايي خپاره شوي معلومات سم ندي

سپینې ماڼۍ د امریکا د حکومتي ادارې هغه راپور رد کړ چې ویل شوي د جون تر میاشتې پورې به په امریکا کې هره ورځ د کرونا ویروس له امله د تلفاتو شمیر کابو دوه برابره شي.

سپینې ماڼۍ همدارنګه د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز هغه اټکل هم ناسم وباله چې ویلي دي تر جون میاشتې پورې به په امریکا کې د کرونا د تلفاتو اوسنی ورځنی شمیر له ۲۵ زره قضیو څخه ۲۰۰ زرو ته لوړیږي.

دا معلومات د امریکا حکومت د ماډل پر اساس د فدرال د بیړني حالت آژانس له خوا برابر شوي او نیویارک ټایمز د دو شنبې په ورځ خپاره کړل.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي:" د سپینې ماڼۍ اسناد نه د کرونا ویروس سره د مبارزې ټیم ته ښودل شوي او نه هم خپاره شوي دي. دا معلومات د مبارزې د ټیم خوا د هیڅ یوه جوړ شوي نمونه ېي جدول او د هغوی له خوا د ارزیابي شویو معلوماتو څرگندونه، نکوي."

بلخوا یو شمیر بشري سازمانونو، مرسته رسونکو بنسټونو او پخوانیو دیپلوماتانو له امریکا غوښتي دي چې د ایران، ونزویلا او شمالي کوریا په شان رقیبانو باندې بندیزونه کم کړي څو د کرونا ویروس پرمهال د طبي امکاناتو او خوړو برابرولو په برخه کې اسانتیاوی منځته راشی.

پر ایران د مالي او تجارتي فشارونه د کمیدو غږ شوی او ویلي شوي څو هغه هیواد وکړای شي یوه اندازه مهم درمل او طبي امکانات وارد کړي.

ونزویلا وړاندې له دې چې امریکا د هغه هیواد د مشر نیکولاس مدرو د کمزورې کولو په هدف بندیزونه ولګوي، د خوراکي توکو او درملو له کموالي سره مخ وه.

کرونا ویروس د ونزویلا حالت نور هم خراب کړی دی ځکه په نړیواله سطحه د تیلو د بیې په ټیټیدو سره د هغه هیواد د تیلو عواید چې مهمه عایداتي منبع یې شمیرل کیږي، کم شوي دي.

په شمالي کوریا کې هم که څه هم د هغه هیواد مشر د عامو خلکو له نظره تر اوږدې مودې نه حضور وروسته بیرته راڅرګند شوی او پیونګ یانګ ادعا کوي چې د کرونا ویروس پيښې نلري ، خو داسې اندیښنې رامنځ ته شوي چې ویروس په هغه هیواد کې د خوړو وضعیت چې له وړاندې پکې مشکل و، خراب کړی دی.

په داسې حال کې چې کرونا ویروس ممکن د امریکا رقیبان کمزوري کړي خو د بشري حقونو یو شمیر ډلې له واشنګټن څخه غواړي چې پر مستبدو رهبرانو د فشار او په هغو هیوادونو کې د بشري ضرورتونو ترمنځ توازن ته پام و کړي.

XS
SM
MD
LG