ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې ملانیا ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (مارچ۱۲) په سپینې ماڼۍ کې د ښځو د تاریخ د میاشتې د نمانځنې د مراسمو کوربانه وو. ولسمشر د یوې رسمي اعلامیې په لاسلیک کولو سره د مارچ میاشت د ښځو د تاریخ میاشت اعلان کړه.
لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ په مراسمو کې پرانېستونکې وینا وکړه او د امریکا د ټولنې په پرمختګ کې یې د ښځو د ونډې پر ارزښت ټینګار وکړ. هغې وویل:
«ټولو ځوانو ښځو، متشبثینو او راتلونکو مشرانو ته وایم: د ځان لپاره وخت ځانګړی کړئ، هره ورځ زده کړه وکړئ او خپله لېوالتیا زیاته کړئ. زړورې اوسئ او خطر منلو ته چمتو اوسئ. د هڅوني (الهام بخښنې) په وسیله خپل مسلک ته وده ورکړئ. زړورې مشرانې اوسئ، او خپله کورنۍ – که یې غوره کوی- د خپل هېواد د راتلونکې مهمه برخه وګرځوئ.»
ولسمشر ټرمپ د دې میاشتې نمانځنه د خپلې کورنۍ پالیسۍ له اجنډا سره هم وتړله. هغه وویل چې د هغه اداره به تل داسې تګلارې ترویجوي چې ښځې زړورې کوي، ماشومان راپورته کوي او امریکایي کورنۍ پیاوړې کړي». هغه د ماشومانو لپاره د مالیې د معافیت د پراخیدو، د TrumpRx له لارې د درملو د بیو د کمېدو، او د Title IX قانون د پلي کېدو یادونه وکړه. دا یو داسې فدرالي قانون دی چې په تعلیم کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض منع کوي. د ټرمپ حکومت دا قانون داسې پلي کوي چې د ښځو په سپورتي سیالیو کې یوازې هغه ښځې ګډون کوي ښځې نړۍ ته راغلې وي.
«که څه هم موږ نن دلته د ښځو د تاریخ د میاشتې د نمانځلو لپاره راټول یو، خو موږ د ملي کارکوونکو میندو ورځ هم نمانځو، چې یوه ډېره ځانګړې ورځ ده. او له هغه وخته چې ما واک ترلاسه کړی، موږ له ۳۰۰ زرو څخه ډېرې دندې رامنځته کړې دي، صبر، شمېر واورئ، ۳۰۰ زره دندې چې اوس پرې ویاړلې او سختکارکوونکي امریکایي ښځې کار کوي. دا یو ریکارډ دی. یوازې تېرکال د ښځو په مالکیت د کاروبارونو شمېر ۱.۲ میلیون زیات شوی. دا هم یو ریکارډ دی. موږ ډېر ریکارډونه لرو. دا ټول ریکارډونه دي. موږ ډېر ریکارډونه لرو. فکر وکړئ، یوازې تېر کال ۱.۲ میلیونه کاروبارونه د ښځو له خوا پیل شوي. ډېر هڅاند خلک دي. ډېرې، ډېرې لیوالې دي. ډېرې، ډېرې حیرانوونکې دي.
د کارکوونکو میندو د ملاتړ لپاره، لکه په دې خونه کې چې دي، تېر کال موږ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی د مالیاتو د کمولو (قانون) منظور کړ.»
د ښځو د تاریخ میاشت چې هر کال د مارچ په میاشت کې په امریکا کې نمانځل کېږي، پیل یې په ۱۹۷۸ کال کې د کالیفورنیا ایالت د سونوما ناحیې له یوې سیمهییزې نمانځنې څخه شوی. دا نمانځنه د مارچ له اتمې، د ښځو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله ترسره کېده.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر جمي کارټر په ۱۹۸۰ کال کې لومړنۍ ملي اعلامیه صادره کړه او د مارچ یوه اونۍ یې د ښځو د لاسته راوړنو د درناوي لپاره ځانګړې کړه. وروسته په ۱۹۸۷ کال کې کانګرس دا لمانځنه د یوې بشپړې میاشتې په توګه اعلان کړه. له ۱۹۹۵ کال راهیسې د امریکا هر ولسمشر هر کال د دې میاشتې په مناسبت اعلامیه صادروي.
هر کال ددې میاشتې لپاره ځانګړې شعار په نظر کي نیول کیږي سږکال ددې میاشتې شعار دی: « د بدلون رهبري کول: ښځې باثباته اینده جوړوي.»
فورم \ دبحث خونه